دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ټیپو سلطان شهید (پنځمه برخه)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جون 22, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
7
ځلې شریک شوی
93
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

په تير پسې…..

آمرانو او وزیرانو د شهزاده  ټيپو نه  وغوښتل چې  ورته  دمیسور د سلطنت  د تاج د په سرولو لپاره د یوه ستر جشن د جوړولو اجازه ورکړي. ترڅو په سرنګاپټم کې هم همغسې په زړه پورې جشن  جوړ کړل شي لکه  د ډهلي  پادشاهانو چې  د تاج  د په سرولو  په وختونو کې خپلو پادشاهانو ته  جوړاوه. خو شهزاده ټیپو د داسې جشن د جوړولو اجازه ورنکړه .

شهزاده د خپلو کسانو سره  سرنګاپټم ته د لمر د لویدو  سره  سم را ننوت. په دې اساس پریکړه وشوه چې د هغه د تاج د په سرولو  مراسم  دې  سهار  تر سره  کړل شي.

پدې شپه شهزاده  خپل  خاص خاص آمران د شپې ډوډۍ ته را بللي وو. پدې  میلمستیا کې محمدعلي کمیدان او  مها میرزاخان په ځانګړي توګه را بلل  شوي وو .

د ډوډۍ خوړلو په وخت کې شهزاده د مها میرزا خان په لور مخ کړ او ترې  ویې پوښتل:

«میرزا خانه! ما داسې احساس کړه چې زما داستقبال لپاره یو شمیر امیران او وزیران  نه  و راغلي، آیا ددي خبرې  وضاحت  کولی شې؟

د میرزاخان په لاس کې د ډوډۍ  ټوټه وه. لاس یې چیرې  چې وو هملته ودرید، هغه د ځواب په لټه کې وو چې محمدعلي کمیدان د شهزاده  ټیپو  په لور مخ کړ او دهغه  توجه یې ځانته  را واړوله.

درنه شهزاده!  د دې  خبرې ځواب  به زه درته ووایم:

شهزاده  په ډیره حیرانونکي توګه  هغه  ته وکتل:

«درنه شهزاده!» محمدعلي کمیدان، پداسې حال کې  چې خپل ځان یې  سنبال کړ، وویل: «په حقیقت کې د میرصادق علي  خوی بوی دهمغه  لمړۍ ورځې څخه خراب  دی. دا سړی د جناب محمدعلی  نازولی  ملګری وو  او هغه ته به یې  د شرابو او کبابو محفلونه جوړول. دلته سرنګاپټم ته  په راتلو یې خوی بوی نور هم  پسې خراب شوی دی»

شهزاده د لاس په خوځولو سره د محمدعلي کمیدان خبره  غوڅه کړه.

«درنه سرداره! ته  ډیر ستر فوځي سالار یې. په دې خاطر ته باید  د جنګ په ډګر کې جنګي حکمتونو ته ډیره توجه وکړې. که چیرې د کوم امیر خوی بوی خراب شوی وي نو مسؤلیت  یې د ښار کوټوال  او قاضي ته راجع کیږي، ته ولې په داسې  مسایلو کې  خپل ځان ور غورځوې؟

که څه هم  محمدعلي کمیدان د شهزاده  احترام او درنښت په خپل ځای و ساته خو د ځواب  ورکولو په وخت کې یې  په ژبه کې لږ څه  تریخوالی راغی.« درنه شهزاده! په میرصادق باندي دا شک کیږي  چې د شهزاده کریم  د تخت د کینولو کوم پلان  چې  هغه   جوړ کړی وو په هغې کې هغه  مخلص  نه وو  بلکه  بد نیته  وو.  دهمدې شک په بنسټ  ما  هغه  په خپله حویلۍ کې  بندي کړی دی»

درنه سرداره!  دا تا  څه کړي دي؟»  په دې وخت کې د شهزاده آواز کې  تیز والی راغی «آیا  له تاسره د میرصادق  د بد نیتۍ په اړه   کوم  ثبوت  شته؟  که چیرې   وي نو را وړاندې یې کړه ؟

« درنه شهزاده!  ثبوت  به ډېر ژر درته برابر کړم . محمدعلي کمیدان د شهزاده  د نا خوالۍ کومه  پروا  ونکړه او په ډېر ډاډ سره یې ځواب ورکړ«په میرصادق  باندې دا شک هم کیږي چې هغه ستا دلته سرنګاپټم ته د راتلو په وخت کې تاته د زیان رسولو  پلان هم  جوړ کړی وو. خو ما هغه او دهغه ملګری دهغوی په حویلیو کې  بندیان کړل تر څو  ستاسو د استقبال په وخت کې  کومه ناخواله را منځته  نکړي.»

« درنه سرداره! دا خو تا  نور هم ظلم کړی دی» پدې وخت کې شهزاده   ډیر په غصه شو «تاته معلومه ده چې   خدای بخښلي پلار مې د ارکات د  ولکه کولو وروسته  میرصادق  د ټول میسور د مالیاتو افسر ټاکلی وو؟ آیا دهغه په خلاف د غبن، فساد او یا بد نیتۍ  کومه  پیښه  مخته راغلې ده ؟ »

نور بیا…..

مخکینې مطلب

دبدر دغزاء یاد ایمان تازه کوي

بل مطلب

د هند په درو ایالتونو کې د تندریزې برېښنا له کبله، ۷۹ کسان وژل شوي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com