کریکټ: افغانستان به په جولای میاشت کې له ایرلنډ، هالنډ او سکاټلنډ سره ولوبیږي

کابل ټکی کام ۰۲چنګاښ/۱۳۹۵، ارین خان

د افغانستان د کریکټ بورډ له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې افغان ملي لوبډله به په راتلونکې جولای میاشت کې له ایرلنډ، هالنډ او سکاټلنډ سره ولوبیږي.

دغه لوبې د څلور ورځنیو او یوې ورځنیو او انټر کانټننټل کپ سیالیو لپاره دي.

افغان کرکټ بورډ وايي، چې ایرلنډ به د افغان ملي لوبډلې کوربه وي، چې هلته به د ایرلنډ سره د جولای میاشتې پر ۱۰، ۱۲، ۱۴، ۱۷ او ۱۹ لوبې ترسره کړي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې د جولای میاشتې له څلورمې تر شپږمې نېټې پورې به افغانستان له سکاټلنډ سره دوه-یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

افغان کرکټ بورډ له سکاټلنډ سره د سیالۍ لپاره ۱۶ لوبغاړي معین کړي دي، چې دوی به په یوه ورځنۍ سیالۍ کې هم لوبې ترسره کړي.

د افغان کرکټ بورډ له لورې سیالیو ته د غوره شویو لوبغاړو خپور شوی لست په لاندې توګه دی:

۱: محمد شهزاد

۲: نور علي ځدران

۳: جاوېد احمدي

۴: اصغر ستانکزی

۵: رحمت شاه

۶: محمد نبي

۷: سمیع الله شینواری

۸: نجیب الله ځدران

۹: راشد خان

۱۰: میرویس اشرف

۱۱: ګلبدین نایب

۱۲: دولت ځدران

۱۳: حمید حسن

۱۴: شاپور ځدراڼ

۱۵: امیر حمزه هوتک

۱۶: یمین احمدزی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button