بادغيس:  د اردو یو سرتیري  خپلو ۷ ملګرو ته مرگ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۲ زرغون خوږیاڼی

د بادغيس جوند ولسوالۍ کې د ملي اردو په يوه پوسته کې يوه سرتېري پر خپلو ملگرو بريد کړی، چې امله يې اوو تنو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

سيمه کې د ملي اردو د دريمې لوا قوماندان ډگروال شېر محمدي رسنيو ته ويلي، چې پېښه تېر مازديگر د جوند ولسوالۍ په تور کوتل  سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي چې د يادې پوستې يوه سرتېري لومړى خپل څلور ملګري وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي او بيا د پوستې بل سرتېري دغه بريدګر هم په ډزو وژلى دى.

طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخيستې او رسنیو ته یې په یوه لیږل شوې خبر پاڼه کې ویلی، چې بريد د دوی نفو‌ي ملگري عيد محمد ترسره کړی، چې د ننگرهار اوسېدونکی و.

طالبانو تائيد کړې ده، چې عید محمد هم ددښمن په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button