سوریه کې د تېرو پنځو کلونو راهیسې، څه د پاسه ۷۰۰ ډاکټران او روغتیايي پرسونل وژل شوي

کابل ټکی کام ۰۲چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د ملګرو ملتونو د روغتیا کمیسون رئیس ویلي دي، چې په سوریه کې د تېرو پنځو کلونو راهیسې د روانې کورنۍ جګرې له کبله څه د پاسه ۷۰۰ تنه ډاکټران او روغتیایي پرسونل وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا کمیسون له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دوی او بشري حقونو د کمیسون له خوا په شویو څېړنو کې دا معلومه شوې ده، چې په سوریه کې د تېرو پنځو کلونو راهیسې د روانې کورنۍ جګړې له کبله څه د پاسه ۷۰۰ تنه ډاکټران او روغتیایي پرسونل وژل شوي دي.

خبرپاڼې ویلي دي، دا یوازې د هغو ډاکټرانو شمېره ده، چې په روغتونو کې د ناروغانو د درملنې پر مهال وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د سوریې په روانه کورنۍ جګړه کې شاوخوا ۳۰۰ زرو تنو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې د ډاکټرانو پر حالت سخته اندېښنه ښودل شوې ده، او دا یې یو ستر جنایت بللی دی.

د ملګرو ملتونو د روغتیا کمیسون د سوریې په جګړه کې په ښکېلو خواوو غږ کړی دی، تر څو پر روغتونونو او روغتیايي مرکزونو باندې له بریدونو څخه ډډه وکړي.

د یادولو ده، د سوریې وروستي خپاره شوي فلمونه ښيي، چې د روسیې او اسد هوايي ځواکونه ډېری بریدونه پر روغتیايي مرکزونو او د ګڼې ګوڼې پر ځایونو کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button