بختوره روژه د بختورو په نصيب

کابل غږ
د کابل غږ قدرمنو لوستونکو!
په نورو ورځوکې مو د ژوند په نوروبرخو ليکل اړين بلل، خو د روژې په مياشت کې داڅرګنده وو، چې بختوره روژه د کومو بختورو اشخاصو په نصيب کيږي، چې په کې نیک اعمال وکړي او د لوې رب العزت په دربارکې یې مغفرت نصيب شي.
مونږ په خپل کلي او خواو شا کې ډيرې بې وزلې کورنۍ لرو، چې د روژې په مياشت کې هغه د اړتيا وړ څه نه لري کوم، چې نور روژه تيان يې لري او ښه په خوښۍ سره هرماښام روژه ماتوي.
د يوه انسان اړتياپوره کول هر وخت په بل انسان او په ځانګړې توګه پر ګاونډي لازمه ده، خو په روژه کې بايد مونږ د خپل ګاونډي په اړه د خپل وس او توان مطابق د هغه د روژه ماتي فکر هم له ځانه سره ولرو، چې هغه په کومه اندازه د روژه ماتي وس او توان لري، که لږ څه وس ېې وي بياهم د هغه سره مرسته پکار ده ،په روژه ماتي کې د هغه د زړه دعا د الله جل جلاله په دربارکې قبوله دعا ده .
زمونږ ټولنه ډيره مظلومه او بې وسه ده، په نورو هېوادونو کې د شتمنو لخوا د روژې په مبارکه مياشت کې هرډول خواړه، چې څرنګه نور روژه تيان کوي، د هغو بې وزلو کورنیو لپاره، چې څه نه لري برابروي، د بې وزلو کورنیو لپاره ټوله مياشت د روژه ماتي خوراکي توکي يا کورونو ته ورليږي او ياېې په مسجدونوکې بې وزلوته د روژه ماتي پروخت ورکوي، خو په افسوس سره باید ووایو، چې زمونږ شتمن د روژې په مبارکه مياشت کې يواځې دخپلې کورنۍ لپاره خوراکي توکي برابروي او د بې وزلو کورنیو لپاره هيڅ په نظرکې نه نيول کيږي.
د روژې مبارکه مياشت هر وخت او د هر چا لپاره بختوره وي، يو پر هغه چاډېره بختوره ده، چې خپله په دې ګرمو او اوږدو ورځو کې روژه ونيسي او ورسره دالله تعالى عبادات هم وکړي، دويم دا مبارکه مياشت دهغه چالپاره ډيره بختوره ده، چې په دې مياشت کې ېې د نورو بې وزلو سره دروژه ماتي مرسته کړي وي.
بختور هغه کسان دي، چې دنورو بې وزلو کورنیو د روژه ماتې مرسته ېې په نصيب شوي وي .



