کابل ټکی کام د رسنیز حق د پوره اداء کولو له کبله د خپل ولس په زړونو کې ځای پیدا کړی، او همدا لامل دی، چې خوښوونکي یې په چټکۍ سره ورځ تر بلې زیاتیږي.
د کابل ټکي کام اداره کوښښ کوي، خپل ولس په پوره مانا له حقایقو خبر کړي، او له هغه څه پرده پورته کړي، چې د هېواد دښمنان یې په خلاف توطئه کوي.
کابل ټکی کام په دې موخه منځ ته راغلی ترڅو په هېواد کې د نورو ازادو رسنیو ترڅنګ، هغه څه تر هېوادوالو ورسوي چې کره او په حقیقت ولاړ وي.
کابل ټکی کام د خپل ولس د همکارۍ او مینې په مټ د پرمختګونو په درشل کې دی، په وېبپاڼه او فیسبوک د خپرونو ترڅنګ، په ټويټر کې هم خپرونې کوي، او زیات مینوال یې پیدا کړي دي.
د کابل ټکي کام د فیسبوک پاڼې د مینه والو شمېره دا مهال ۵۰۰۰۰ ته رسیدلې ده، چې له هر مینوال څخه یې همدومره وارې مننه کوو.
دا چې ټلیګرام او واټساپ هم رسنیز شوي دي، او په ټولنه کې د هر وګړي لاس رسۍ ورته شته، او په لوړه پیمانه کارول کیږي، نو کابل ټکی کام په پام کې لري، تر څو د ټلیګرام او واټساپ له لارې د خپرونو لپاره هم ځانګړي کسان وګوماري، چې خپلو مینوالو ته به یې لینکونه ولیږدول شي، ترڅو په اسانۍ سره زمونږ ځانګړي تصویري او ویډيويي راپورونه وکتلای شئ.
کابل ټکی کام له خپلو مینه والو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه کوي، چې د هېواد او نړۍ د حالاتو په اړه به کره او پوره معلومات ۲۴ ساعته وړاندې کوي، او کله به هم دوی له تازه مالوماتو محرومه نه کړي.
کابل ټکی کام یو ځل بیا له قلموالو، سیاستوالو او ادیبانو څخه غوښتنه کوي، ترڅو دیني او سیاسي مقالې، څیړنیز راپورونه، ادبي برخې ته شعرونه، ټوکې او هغه ادبي ټوټې، چې د ولس سره پر خواخوږی څرخیږي، ټاکل شوي ایمیل ادرس ته را واستوي، او زمونږ ویبپاڼه لا بډایه کړي.
اداره.


















