لیکوال: مستشهد مامندی
ای زما ورورجانه ستاهغه جذبه څه شوه چه تراټک او جهلم پوری به دې دعوی کولې؟!
ته له خپلې خاورې خبر یې؟ کله دې د هېواد د شرقي سیمو احوال اخستی دی؟ کله دې د ننګرهار پوښتنه هم کړې ده؟ چې د سیمې د استخباراتو زیږنده وحشيان راغلي وو په ننګرهار کې يې ستا باعفته او پاکدامنو خویندو سره څه وکړه؟.
ستا پتمنې او عفیفې خورکۍ عزت یی لاس واچولو، ستا ایمان ته یی چلینج درکړ، ستا ناموس ته یی چلینج درکړو، ستا افغانیت ته یې چلینج درکړو او ستا معصومې خوركۍ تاته په معصومه لهجه چیغې وهلې، وروره ولې زه ستا خوركۍ نه یمه؟ ولی زه تاسره په میرویس خان نیکه کښی شریکه نه یمه؟ ولې زه او ته د احمدشاه بابا لمسي نه یو، چې ته راته په غټوغټو ګورې او ما د نړۍ له وحشیانو جوړ لښکر، بې عقیدې او بې ایمانه درنده ګان له ځان سره بیایي؟!.
ای افغانه وروره ماوژغوره، ما د پردیو د هوس وحشیانو له منګولو څخه وژغوره، خو ستا جواب نه راځي، بیاهم خاموشي ده، ایا ته په خپلې خور ننګ نشې کولی.
ستاضمیر تاته څه ځواب وايي؟ ستا احساس کله رابیداریږي؟ ستاجذبه کله په جوش راځې؟.
ای زما وروره اټک نه غواړم، د جهلم نوم هم نشم اخیستلای، زه خپل عزت غواړمه، عزت خو مې وساته، ستامسلمانه خور یم، خو نن مې د داعش په نوم یو وحشي له ځان سره د وینځې په نوم بیایي، کور مې راته په اور لولپه کوي، کوچني بچيان مې په شهادت رسوي، قسم په رب چې دا ستا ایمان ته چیلنج دی ستا غیرت ته چلینج دی، ستا اسلامیت او افغانیت ننګوي، ستا پښتو ننګوي، بس کړه بیدار شه د نیکه دنده مو نوره خپله کړئ او زما عزت او عفت وساتئو ما یوځې مه پریګدئ، ما د هوس درنده ګانو ته مه پریګدئ، ما وژغورئ، ما وژغورئ!!!
طالب جانه تاته وایم، بې له تا نور څوک نه وینم، چې پر ما غیرت وکړي، نو ای د کلیمې وروره چې اسلام ژغورې نو زما درسره څه فکر هم نشته؟ ما هم وژغوره، ما له وحشي درنده ګانو وساته، زه اوس د یوې وینځې په توګه له وحشیانو سره بندیوانه یم، ستا په تمه یم چې ته خو به مې وژغورې.

















