کابل ټکی کام ۰۶چنګاښ/۱۳۹۵، لیکنه: ابو محمد
د جلال اباد ښار له یوه دکان سره ناست وم، چې دوو ماشومانو د یوې زنانه د ټیکري پیڅکه نیولې وه، زما خواته راغلې.
ویل یې وروره سرپناه نه لرو، دلته کوم خالي کور نشته؟
له ورایه یې مظلومیت ښکارېدلو دا هغه ښځه نه وه، چې په بازار کې یې لاس نیولی وي، او یو څو روپی خیرات غواړي، د روپیو ټولولو لپاره یې خوار ماشومان هم له ځان سره روان کړي وي.
دا د سید جمال الدین د ښار د ګلونو هار ننګرهار له کوټه راغلې، یوه با عفته افغانه خور وه.
ترې ومې پوښتل چې خورې ولې کور څه کوې؟
په کور مو څه شوي، چې د کور پوښتنه کوې؟
په ژړا شوه ویل یې وروره د کوټ نه راغلې یم، کوټ ته راغلو پاکستانیانو هغه چې د داعش په نوم یې خلک بولي، که څه بلا دي، هغو مو کور راته وسوځولو، څاروي یې ځانونو ته حلال کړل، او د کور ټول سامان یې رانه وګرځولو، یو ځوی مې وو هغه یې راته ووژلو، خاوند مې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی، او زه له دغه دوه ماشومانو سره همداسې د ځان په جامو کې راوتلې یم.
دا یواځې زه نه یم چې دا کړاوونه ګالم بلکې د کوټ ولسوالی کې یې تر پنځوسو زیات کورونه وسوځل ګناه مو دا وه، چې زمونږ سیمې ته په زور راغلي عسکر زمونږ په کلي کې اوسېدل، کنه نه طالب پېژنم، نه داعش او نه حکومت ځوی مې د یوولسم ټولګي زدکوونکی وو، په هېڅ کې هم نه وو، داسې څوک نشته چې مخه یې ونیسي.
امریکایي طیارې ورته شیان غورځوي، افغان حکومت یې ملاتړ کوي، د پاکستان حکومت یې د خپلو ګټو لپاره ملاتړ کوي، یواځې طالب خوارکی یې تش لاس مخې ته ولاړ ده، هغه به ترکوم ځای ورسیږي زمونږ دې الله مل شي.
د ننګرهار ځوانان په ملي اردو کې خدمت کولی شي، خو د خپلو خویندو عزت نشي ساتلی، د ننګرهار زلمیو ویښ شئ، خویندې مو کلي په کلي د سر پناه د لټون لپاره ګرځي.


















