په کولمبیا کي پوځي چورلکه لوېدلې

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۸ زرغون خوږیاڼی

پرون ماسپښین د کولمبیا په لویدیځ غرنۍ سیمه کې یوه پوځي چورلکه لویدلې، چې په کې ۱۷ پوځیان وژل شوي دي.

د کولمبیا د دفاع وزارت رسنیو ته ويلي،چي دا جنګي چورلکه د پلازمیني بوګوتا شمال ختیځ لوري پنسلوانیا ايالت د کالداس په سیمه کي را لوېدلې ده.

د ور کړل سوو معلوماتو له مخي نن یې سیمي ته د ژوغورني ډله رسېدلې،خو معلومه شوې،چي د چورلکې ټولو سپرلیو ژوند له لاسه ورکړي.

چارواکي د چورلکې د غورځیدو لامل په سیمه کې خرابه هوا بولي، خو وايي تر اوسه پوره معلومات نشته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button