
افغان او سکاټلنډ کرکټ لوبډلو د لوبو لپاره تیاری وښود
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۹ زرغون خوږیاڼی
ټاکل شوې ده، چې د جون پر څلورمه به په کوربه هېواد سکاټلنډ کې د افغان او سکاټلنډ لوبډلو تر منځ د کرکټ یو ورځينۍ پنځوس اوریزه سیالي ترسره شي.
د افغان کرکټ بورډ معاون عزیزالله فضلي ویلي، چې افغان ملي لوبډله به د سکاټلنډ سره دوه یو ورځينۍ پنځوس اوریزې لوبې وکړي، چې دوهمه لوبه به د جون پر اتمه نېټه ترسره شي.
فضلي وویل، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به پنځه یو ورځينۍ لوبې له ایرلنډ سره او څلور یو ورځينۍ لوبې له هایلنډ سره هم وکړي.
همدارنګه سکاټلینډ هم د کیدونکو سیالیو په موخه خپله د کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.
د سکاټلینډ له لورې په اعلان شوې لوبډله کې پریسټن مومسن لوبډلمشر او په نورو لوبغاړو کې کیل کویټزر، براډ وهیل، ایونس، کالم میکلیوډ، کان ډي لنگه، کریگ والس، مارک واټ، میتیو کروس، مایکل لیسک، ریچي برینگټن، سفیان شریف، راوډري سمیت شامل دي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه به د افغانستان ملي لوبډلې او سکاټلنډ لوبډلې تر منځ تر سره شي.



