
پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو نوې موده د ډسمبر په ۳۱ مه پای ته رسیږي
کابل ټکی کام ۰۹چنګاښ/۱۳۹۵، هلال خاورې
بي بي سي ته د پاکستان یو شمېر حکومتي چارواکو او په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ ته نږدې سرچینو ویلي دي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو نوې موده د روان کال د ډسمبر میاشتې په ۳۱مه پای ته رسیږي.
د نوې مودې له مخې ویلی شو، چې پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه شپږ میاشتې نوره وغځوله.
دغو سرچینو بي بي سي ته وویل، چې د پاکستان دغه پرېکړه به په څو ساعتونو کې رسماً اعلان شي.
دا د پاکستان څووم ځل دی، چې افغان کډوالو ته د اوسېدو نېټه وټاکي، مګر چې وخت پوره کیږي، نېټه پورته خوا ته بوځي.
د پاکستان د پخوانۍ پرېکړې له مخې سبا پنجشبنه د جون په ۳۰ مه نېټه په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه پای ته رسېدله.
څه موده وړاندې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مشر فلیپو ګراندي افغانستان، ایران او پاکستان ته سفرونه وکړل، او هلته یې له چارواکو سره د خبرو پر مهال افغان کډوالو ته په اشارې ویلي وو، چې دوی له نظره لوېدلي او مرستو ته اړتیا لري.
افغان کډوال د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان، سند او پنجاب ایالتونو کې یو میلیون راجسټر او یو میلیون نا راجسټر کډوال د کډوالۍ ژوند کوي.
افغان کډوالو رسنیو ته ویلي دي، چې وړاندې به د پولیسو له خوا ځورول کېدل، خو دا مهال د عامو پاکستانیانو له خوا هم ځورول کیږي، او خپل هېواد ته د ستنېدو فشار پرې ډېر شوی دی.
په اسلام اباد کې د کابل سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم تېره ورځ د پاکستان د تحریک انصاف له مشر عمران خان سره د خبرو پر مهال له هغه غوښتي وو، چې هلته د پولیسو له خوا د افغانانو د ځورولو مخه ونیسي.
د یادولو ده، له افغان کډوالو سره د پاکستان د اړیکو خرابوالی هغه مهال بیا تازه شو، کله چې د افغانستان او پاکستان پر پوله د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځته شوې.



