
د افغانستان غوره ستراتيژيكي موقيعت
ليکوال :انجينر صلاح الدين عمري
افغانستان دخپل غوره ستراتيژيك موقيعت له امله تل دښكيلاكګرو له ګواښونو او بريدونو سره مخ وو او دى . له ډېرو پخوا زمانو څخه راپدېخوا دا سيمه د تمدنونو او فلسفي نظرياتو ځانګو وه، بېلابېل تمدنونه،فكري غورځنګونه او فلسفي عقايد پكښې رامنځته او تېرشوي دي او له همدغه ځايه به تر بلوغيت او بشپړتيا وروسته د نړۍ نورو برخو ته خپرېدل او رسېدل. يو وخت د وريښمو نړۍواله لار د همدغې خاورې څخه تېرېدله چې ختيځ او لوېديځ يې سره نښلول او د مدنيتونو او فرهنګونو د تقاطع د مركز (Cross Road) په نوم ياديدله. افغانستان له پخوا څخه ډېر غوره ستراتيژيك موقيعت لري، ځكه له يوې خوا دهېواد په طبيعي جوړښت كې د هندوكڅ دفاعي او له عظمت څخه ډك غرونه، پاروپاميزاد، سپين غر، سليمان غر، تور غر او په نوموړو غرونو كې هيبتناكې ژورې درې لكه د اندراب، غوربند، باميان، اجر، سالنګ، تيوره او كونړ درې او همدارنګه سيندونه او خندقونه چې هم په سمسورتيا كې ترې كار اخستل كېږي او هم ددښمن په وړاندې د موانعو او خنډونو په څېر كارول كېږي،شتون لري اوله بلې خواددغې خاورې دخلكوزړه ورتيااوآزادي غوښتونكى طبيعت دا خبره ثابتوي چې په رښتيا هم افغانستان يو غوره ستراتيژيك موقيعت لري.
دكندهار،هرات،ګرديز،كابل،غزني،مزارشريف اوخان آباد بالاحصارونو او دهېواد نورو برخو ځانګړى دفاعي او ستراتيژيك ارزښت درلود. دهمدغې سيمې ستراتيژيك اهميت او موقيعت وو چې مقدوني الكساندر يې د يونان څخه راوخوځاوه او همدلته يې په ګونډو كړ، چنګيزخان سره له دې چې دافغانستان ډېره برخه كنډواله كړه خو بيا هم د خوارزم شاهانو درس هېڅكله هېرولى نه شي، انګريزانو هم درې ځلې خپل سرونه د هندوكڅ او سپين غره له څوكو سره جنګولي خو هرځل يې په رڼا ورځ د آسمان ستوري شمېرلي دي، چې نن هم دهماغو پخوانيو زخمونو په بدل پسې راوتلې او بيا به هم د ملالۍ د لنډيو او د اكبر د تورو په شور او زوږ سره په ګوډ او مات بدن ځانونه انګلستان ته ورسوي، پخواني شوري اتحاد هم د كنړ او پكتيا په غرونو او درو كې د تل لپاره خپل سوسيالستي تقدير ته بدلون وركړ، دنننى طاغوتي ځواك په سر هم د ليونتوب او بربادۍ باد لګيدلى او د لوى كندهار او سپين غره مستو زمرو ته پخپلو پښو راغلى دى. دا ټولې پيښې د هغو لپاره چې افغانستان ته د تيري او مداخلې لاسونه غځوي عبرتناك درسونه دي او ټول بايد په دې پوه شو چې د جغرافيه وي موقيعت له مخې افغانستان په نړۍ او په ځانګړي ډول آسيا كې ټاكونكى رول لري.



