کابل ټکی کام ۱۴چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
خبري منابع وايي، چې د سعودي عربستان قطیف کې جومات ته څېرمه له چاودنې وروسته په مدینه منوره کې مسجد النبي سره هم چاودنه شوې ده.
لومړنۍ دوې چاودنې په قطیف کې د شیعه میشتو سیمه کې د حسین العمران نومي جومات سره خوا کې شوي دي.
عیني شاهدان وايي، د دوو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي، او زیاتوي، چې بریدګر خپل ځان وروسته له هغه والوځاوو، کله چې خلک د ده په هدف پوه شول، چې مسجد ته داخلیږي.
یو دوکاندار وايي، چې په سړک باندې یې د بدن د غړیو ټوټې لیدلي دي، چې پرتې وې.

لومړنۍ چاودنه د جومات سره نږدې د موټرو تمځای سره شوې ده، چې دوه موټران یې له منځه وړي دي.
نن ورځ په جده کې د امریکا له کنسلګرۍ سره هم یوه درنده چاودنه شوې ده، چې د بریدګر په وژل کیدو او د دوو پولیسو په ټپي کېدو سره پای ته ورسېدله.





















