ډاکتر آصف
تیره ورځ مو د طورخم پر لاره سفر درلود، څو پاکستان ته د تلونکو او راتلونکو جنګ ځپلو او بې وزله مسافرو افغانانو او مهاجرینو حالت په دغه پوله له نږدې نه معلوم کړو.
کله چې له کابل څخه طورخم ته ورسیدو نو د طورخم پولې ته تر رسیدو دمخه تر هر چا لومړی د سرحدي پولیسو لخوا ودرول شوو، او د پاسپورت د ښودلو غوښتنه یې وکړه، که له چا سره پاسپورت موجود و نو د تلواجازه یې ورکړه خو چا چې نه درلود هغه یې په بې عزته کولو سره د سړک یوې خواته درول، ورپسې یې دغو بې پاسپورته کسانو ته داسې وویل:
تاسې چې پاسپورت نه لرئ نو د څه لپاره پاکستان ته ځئ؟ هغوی ورته په ځواب کې وویل: چې هلته مو کورنه دي، اولادونه مو دي او کورنۍ مو دي، او د پاسپورت جوړول زمونږ لپاره ډیر سخت کار دی، په دې معنی چی نه یې د پیسو د ورکړې وس لرو، او نه د غریبۍ او مزدورۍ د کولو له امله د هغې د جوړولو لپاره وخت لرو، او نه په آسانه ویزه ترلاسه کولی شو، او مړي ژوندي ته خو هرو مرو په دغه پوله تګ راتګ ته اړ یو برسیره پر دی چی سخته ګرمي ده او روژه مو هم په خوله ده.
سرحدي پولیس ورته په ځواب کې داسې وویل:
تاسې په پاکستان کې ټول پراته افغانان مهاجرین بې غیرته خلک یاست، غیرت نه لرئ، بې عزته خلک یاست، عزت نه لرئ، بې ناموسان یاست چې اوس هم لا په پاکستان کې ژوند کوئ؟
هغوی ورته وویل چې که همدا نن راته د سرپناه غم وخوړل شي او د روزګار درک وشي همدا شیبه کډې راباروو، او چې سر پناه ونلرو نو چیرته به و اوسیږو؟
خو بالآخره مونږ د طورخم د پولې خواته ولاړو، ګورو چې یوه خاصه دار چې توریونیفورم یې پر تن و یو تن له پولې اوړیدونکی افغان په سوکانو او لغتو وهلو سره بیرته له پولې راپوری ویستلو، کله چې مونږ د خاصه دار له خوا نه تیر شوو، نو ورپسې ګورو چې تازه دم هغه ستره دروازه د جوړیدو په حال کې ده چې د افغانستان نا اهله حکومت یې د جوړیدا ممانعت کړی و او له امله یې درې ورځې د پاکستانی ځواکونو سره جګړه وکړه، چی د غریبو افغانانو یو شمیر عسکر پکي ووژل شول او یو شمیر ټپیان شول، د ګمرک آبادي د پاکستانی ځواکونو لخوا ویشتل شوی او زیانمنه شوی وه، د غره په پورته لمن کې د اشرف غنی، امان الله خان، او ډاکټر عبدالله انځورونه هم په توپونو ویشتل شوي وو، او په طورخم کې ځای ځای نورې آبادۍ هم یو څه زیانمنی ښکاریدې. خوسره له دومره تاو تریخوالی د دروازې په جوړیدو په چټکۍ سره کار روان و، د دروازې تر څنګ د پاکستانی ځواکونو یو زری دار ټانک د تیارسۍ په حالت کې چمتو ولاړ و، د توپ خوله یې د افغانستان لوري ته اړولې وه، او د ټانک تر څنګ یو شمیر پیاده عسکر هم د تیارسۍ په حالت کې داسې ولاړ وو چې د خپلو ټوپکونو شپیلۍ یې د افغانستان د خاورې خواته نیولې وې.
مونږ چې دغې دروازې ته په نږدېکیدو شو ګورو چې پاکستاني ملیشه چې خړبخن زیړ یونیفورم یې پر تن و هم خلک درول، چې له چا سره به پاسپورت و هغه یې له کتلو وروسته پریښودلو، او نور یې له بدو ردو ویلو له بدرګې سره یو ځای بیرته ګرځول، له هغه ځایه په تیریدو سره د سورلیو د موټرو تم ځای ته ورسیدو، موټروانانو ویل که څوک پاسپورت لري دیخوا موټرو ته دې راشي او في نفر پنځه سوه کلداری کرایه دې راکړي، او که څوک یې نه لري هغه دې شاته ولاړو موټرو ته ورشي، شاته ولاړو موټرو موټروانانو وویل چې که څوک نږدې نیم ساعت پیاده مزل ته زړه ښه کوي نو له هغه نه زر کلداری کرایه اخیستل کیږي او که څوک غواړی چی له پیاده مزل نه بیخي خلاص شي نو پنځلس سوه کلداری به ورکوي.
یو شمیر مسافرین مو ولیدل چی له هغوی نه د تورخم په پوله خاصه دارو دوه دوه زره کلدارې اخیستې وې او ورپسې ملیشو هم ورنه دوه دوه زره کلداری اخیستی وې، او ورپسي موټروانانو ورسره په زر کلداری د وړلو فیصله کړې وه او ورپسی میچنۍ تاڼې ته نارسیده نوی چیک پواینټ کې یې ورنه هم دوه زره کلداری اخیستې وې، چې جمله شپږ زره کلدارې جوړیدې.
یو ځوان هلک مو ولیدو چه له هغه سره یې یوه ځوانه او پیغله خور هم وه، هغه وویل چې له ما سره ټولې څلورنیم زره کلدارې وې نو څلور زره یې رانه د طورخم په پوله واخیستې او یواځې دا پنځه سوه کلدارې راسره پاتې دي او کور مې په ټیکسلا کې دی او ماښام هم رانږدې دی او هیڅوک می تر پیښوره په دې پیسو نه وړي، حیران یم چی اوس کرایه له کومه کړم چی پیښور ته مو ورسوي او که پیښور ته ورسیږو نو بیا نه پوهیږم چی شپه چیرته وکړو او تر ټیکسلا پورې نوره کرایه له کومه کړو.
دا او دې ته ورته ټول کړاوونه او ستونځې د افغانستان د حکومت د نا اهله چارواکو له لاسه وشول، د دروازي د ممانعت په موخه یې له پاکستان سره تاوتریخوالی او خشونت رامینځته کړ نو نه یې د دروازې او تاسیساتو د جوړلو مخنیوی وکړای شو او نه یې خپل عسکر له جګړې وژغورلای شول او نه اوس د خپلو مسافرو افغانانو د کړاوونو لپاره کومه د حل لاره راویستلای شي او آن تر دې چې نه اوس په دی حالاتو ځان خبروي، افغان مسافرو ته یې هیڅ بې هیڅه ستونځې او کړاوونه نور هم زیات کړل، چې له جملې نه یې په پاکستان کې د پرتو مهاجرینو زورونه ده چې د مطبوعاتو له لاري وخت په وخت خپریږي، او هم د طورخم په لار د افغان مسافرینو دغه ډول چور او تالان او ځورونه د زغملو نه ده، که څوک په پیسو ځان خلاص نکړي نیول کیږي او په لنډیکوتل کي د ملیشو بیس ته رسول کیږي او هلته به لږ تر لږه شپږ میاشتي زندان تیرولو نه وروسته بیرته د تورخم په پوله اړول کیږي، په تورخم کې خاصه دارو یو شمیر مسافرینو ته وویل چی ګورئ که دوه زره مونږ اخلو او دوه زره ملیشی اخلی همدغه راز دوه زره په میچنۍ ته نا رسیده او دوره زره هم په میچنۍ کی ورکوي له دې نه ښه نه ده چې شپږ میاشتې زندان تیرکړئ؟
د افغانستان نا اهله چارواکو اوس غوږونه کاڼه کړي او سترګې یې پټې کړي او نه غواړي چې د خپلو هیوادوالو له دغه بد ناورین نه چې د همدې نا اهله حکومت د غلطی پالیسۍ له امله رامینځته شوی دی حل کړي.
یو افغان مهاجر وویل چی زوی یې د مزدورۍ لپاره افغانستان ته تللی و، خو د بیرته راتلو پر مهال پاکستانی ملیشو نیولی دی او په زندان کې یې اچولی دی، او سره له ډیرو پلټنو ونه توانیدو چې د خپل زوی سرنوشت معلوم کړی او له دری میاشتو راهیسی ورپسی ګرځي خو هیڅ درک یې نشته.
د افغانستان خلک د خپل نا اهله حکومت نه په کلکه غوښتنه کوي چې د افغان مسافرینو له حالت نه ځان خبر کړي او د ورپیښو ستونځو په هواری کی ورسره مرسته وکړي. کنه نو افغانان مجبور دي چې دغه نا اهله حکومت ته لاره وښئ.


















