کابل ټکی کام ۲۳چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د سعودي عربستان پاچا سلمان د طینجه ښار ټول هوټلونه، د خپل زوی د واده د مراسمو د لمانځلو لپاره کرایه کړي دي، او له څو ورځو راهیسې په دغه ښار کې د شهزاده د واده لپاره چمتووالی پیل شوی دی.
هاسپر نومې ورځپاڼې لیکلي دي، چې سلمان د خپل زوی د واده د لمانځلو لپاره دغه ښار د یوې میاشتې لپاره په کرایه کړی دی، او د واده په دغه مراسمو کې د ګډون لپاره یې په نړیواله کچه مېلمنو ته بلنه ورکړې ده.
ورځپاڼې لیکي، سلمان د دغه ښار ټول هوټلونه په کرایه اخیستي دي.
تراوسه پورې سعودي عربستان د دغه خبر پخلی نه دی کړی.
د یادولو ده، د مراکش دغه ښار د سلمان د خوښې ښار دی، سږ کال هم د تېر کال په څېر د اوړي رخصتي په همدې ښار کې تیروي.