کابل کې چاودنه شوې

کابل ټکی کام ۲۶چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د کابل ولایت امنیتي مسئولینو ویلي دي، چې نن سهار ۷:۰۰ بجې د کابل ښار ۱۲مې حوزې سره، په ارزان قيمت سيمه کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
دغه پېښه د یوه مقناطیسي ماین په مټ، چې د پولیسو په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی وو، شوې ده.
امنیتي مسئولینو تراوسه پورې د دغه پېښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، مګر عیني شاهدانو ویلي دي، چې د پېښې له کبله تلفات اوښتي دي.
له بلې خوا د بګرامیو پولیسو رسنیو ته ویلي دي، چې په دغه پېښه کې ۱ پولیس وژل شوی دی، او ۳ نور ټپيان دي.
د دغې پېښې مسئولیت تر اوسه پورې چا نه دی منلی.
دا په داسې حال کې چې دوه اونۍ وړاندې هم د طالبانو له لورې په کابل کې د پولیسو پر اکاډمۍ سرتېری برید ترسره شو، چې له کبله یې لسګونو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button