کابل ټکی کام ۲۶چنګاښ/۱۳۹۵، هلال خاورې
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، پاکستانۍ ډمه قندیل بلوچ د خپل ورور له خوا وژل شوې ده.
د تازه خبرونو پر اساس، چې نن سهار قندیل بلوچ د پاکستان د ملتان ښار په یوه هوټل کې د خپل ورور له خوا ووژل شوه.
خبر وایي، نوموړې د ګلولې په مټ وژل شوې ده.
خبر زیاتوي، چې د قندیل بلوچ ورور په تېښته بریالی شوی دی.
له قندیل بلوچ سره د دې د کړنو له کبله کورنۍ يې هر وخت مخالفت کاوه.
قندیل بلوچ د پاکستان یوه ډمه وه، چې د روژې په میاشت کې یې له یوه پاکستاني مفتي عبدالقوي سره کتلي وو، او د میډیا په مخ یې انځورونه خپاره شول.


















