ترکیه کې خلکو د دولت په ملاتړ او د کودتاچیانو پر خلاف لاریونونه کړي

کابل ټکی کام ۲۷چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
ترکیه کې عامو خلک د شنبې شپې د کودتاچیانو پر خلاف پ لارو کوڅو راوتلي دي.
ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ترکیې د دولت کابینې له خلکو څخه غوښتي، تر څو د «ډیموکراسۍ دفاع» په موخه لاریونونه وکړي.
خبرونه وایي، زیات شمېر خلک کوڅو ته راوتلي دي، او د کودتاچیانو پر خلاف شعارونه ورکوي.
د شنبې په شپه د ترکیې پر ولسمشر رجب طیب اردوغان باندې د پوځ د یوې ډلې له لورې د کودتا هڅه وشوه، خو د اردوغان په غوښتنه یې خلکو مخه ونیوله، او له ناکامۍ سره مخ شوه.
په ترکیه کې د دغه کړکېچ له کبله تقریباً ۳۰۰۰ پوځيان د دولت له خوا ونیول شول، او محکمې ته یې وسپارل.
همدا راز د ترکیې دولت ۲۷۰۰ قاضیان یې له دندو څخه بر طرفه کړل.
په نیول شویو پوځيانو کې د ترکیې یو شمېر جنرالان هم شامل دي.
د ترکیې دولتي چارواکي وایي، چې ۱۶۱ ملکي وګړي او پولیس او ۱۰۴ کودتاچیان وژل شوي دي.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغې کودتا پړه پر امریکایي مېشت فتح الله ګولن ور اچولې ده، او له امریکا څخه یې غوښتي، تر څو نوموړی ورته وسپاري.
امریکا له ترکیې څخه د دغې ادعا د ثبوت لپاره اسناد غوښتي.
د یادولو ده، دغه کودتا په نړیواله کچه وغندل شوه، او د ترکیې له دولت څخه ملاتړ اعلان شو.



