کابل ټکی کام ۲۷چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
یو شمېر کارپوهانو او د ولسي جرګې غړو پر ولسمشر غني تور پورې کړی دی، چې خبرې او عمل یې یو شان نه دي.
دغو کارپوهانو او د ولسي جرګې غړو پر ولسمشر غني دغه تور وروسته له هغې پورې کړی، چې د داعش د ختمونې ژمنه یې وکړه.
کارپوهان او د ولسي جرګې غړي وایي، چې ولسمشر غني د طالبانو په اړه هم ورته ژمنه کړې وه، مګر عمل ته یې ونه رسوله.
د سنا غونډې منشي ښاغلي عبدالله قرلق وايي، ولسمشر غني چې په ملي شورا غونډه او نورو ځایونو کې د خپلو څرګندونو پر مهال وویل، چې د یوې اونۍ په جریان کې به سیمې له وسله والو څخه پاکې کړي، مګر تراوسه پورې یې هېڅ پایله لاسته نه راوړې.
د ولسي جرګې غړی سید علي کاظمي وایي، ولسمشر غني چې کوم فرمان ورکوي، باید د هغې شاته ودریږي، او عمل ته یې ورسوي.
وړاندې هم یو شمېر سیاسي کارپوهانو پر ولسمشر دغه تور پورې کړی وو، او د ملي یووالي حکومت یې پر بې کفایتۍ تورن کړی وو.
د یادولو ده، ولسمشر غني تېره ورځ په ننګرهار کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ته په یوه غونډه کې وویل، چې په راتلونکو اونیو کې به د داعش جرړه وباسي.
















