کرېکټ: نن د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ برخلیک ټاکونکې لوبه کیږي

کابل ټکی کام ۲۹چنګاښ/۱۳۹۵، ارین خان
نن د ملي لوبډلې او ایرلنډ لوبډلې ترمنځ د ایرلنډ په کوربه توب وروستۍ لوبه کیږي.
د دغو لوبو په لړۍ کې افغانستان دوه او ایرلنډ یوه لوبه ګټلې ده.
لومړۍ لوبه د اورښت له کبله لغوه شوه، دویمه لوبه افغانستان وګټله، په درېیمه کې ایرلنډ بریا ترلاسه کړه او په څلورمه لوبه کې افغانستان ایرلنډ ته ستره غاښ ماتوونکې ماتې ورکړه.
او نن به د ملي لوبډلې او ایرلنډ ترمنځ د سریز وروستۍ پنځمه لوبه کیږي.
دا لوبه که افغانستان وګټله، نو درې پر یو سریز به وګټي، او که ایرلنډ وګټله نو سریز به مساوي اعلان شي، خو یوازې په امتیازاتو کې به ملي لوبډله ګټونکې اعلان شي.
په څلورمه لوبه کې ځوان تنکي لوبغاړي راشد ارمان داسې کارکردګي وکړه، چې نړیوال لوبغاړي یې حیران کړل، نوموړی په ۶۰ منډو نا سوځېدلی پاتې شو، او ۴ ایرلنډي لوبغاړي یې وسوځول.
د یادولو ده، ټاکل شوې ده، چې افغان ملي لوبډله له ایرلنډ وروسته هالنډ ته ځي، او هلته به د هالنډ هېواد سره ټيسټ لوبه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button