تبصره : ډاکټر آصف
څو ورځې وړاندې د ترکېې پر شرعي او قانونی حکومت د شرق او غرب او صهیونیستی رژیم د لاسپوڅو لخوا د خپلو بادارانو په مستقیمه او غیر مستقیمه قومانده په نیمه شپه کې دکودتاه وحشیانه برید پیل شو، د ترکې ویښ، زړور او ځیرک ولسمشر خپل هغه ولس ته چې دی یې د عامه رایو په اساس خپل مشر ټاکلی د دغې کودتاه په اړه سملاسي خبر او اطلاع ورسولهه او هم یې قومانده ورته وکړه چې د دغې غیر انسانې توطیې پر ضد او اعتراض سړکونو ته راووځي او دغه له شرمه ډکه کودتاه له ناکامۍ سره مخ کړي.
همغه و چې دغه زړور ملت د خپل مشر په لارښوونه بې له درنګه په نیمه شپه له خواږه خوبه راپاڅیدل او سرکونو ته راووتل او په تش لاس خو دایمان په قوت او د حق په توره یې د دغې کرغیړنې کودتاه مخې ته ځانونه داسې سپر کړل تا به ویل چې د خپل ولسمشر په وفادارۍ کې ټول تر خپلو ځانونو، اولادونو تیر دې، تر دې چې ویې کولای شول د کودتاه چیانو ناوړه موخې له خاورو سره خاورې کړي.
د دې کودتاه تر شاه پټ لاسونه د چا و؟ څرګنده خبره ده چې د دې کودتاه تر شاه د دری ګونی استعماري مثلث څرګند لاسونه موجود وو، لومړی لاس د صهیونیستی رژیم و، چې د یوه رښتینی اسلامی حکومت وجود نشي زغملای، د صهیونیستی رژیم مشر څه موده وړاندې د ترکې د ولسمشر رجب طیب اردګان په موجودیت کې پر مسلمانانو او اسلامي امت ناوړه انتقاد وکړ چې د ترکی ولسمشر لخوا د عکس العمل ښودلو پر مهال خورا بې عزته او سپک کړای شو. رجب طیب اردګان ورته په ځواب کې وویل چې په فلسطین کې د څو لسیزو راهیسي د صهیونستان په لاس واړه زاړه کوچنیان، ښځې او نر په ډیر بې رحمانه توګه وژل کیږی، نو ځکه مسلمانان نه بلکه صهیونستان د انسانیت او بشریت قاتلان دي او باید په بین المللی محاکمو کې محاکمه کړای شي.
دوهم لاس د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین و چې غوښتل یې د خپل هغې الوتکې او پیلوټ بدل واخلي چې موده وړاندې د ترکې حریم ته ننوته او د ترکې لخوا وویشتل شوه او نسکوره کړای شوه.
دریم لاس د امریکا د ښکیلاکګر ځواک دی چی تل غواړی په اسلامي هیوادونو کې په یوه نه یوه بهانه د جګړې اور بل کړی او اوبه خړی او ماهیان پکې ونیسي.
نو د ټول اسلامي هیواد ویښ مشرتابه ته په کار دي چې د دغو درې وحشي صفته انسانانو دسیسو او توطیو ته په پام کولو سره بیدار اوسي او پرینږدي چې د دغو منحوسو قوتونو په لاس دغه ټوټه ټوټه هیوادونه نور هم ټوټه کړای شي چې پیړۍ وړاندې د همدغو اسلام دښمنو لخوا یې خلافت ټوټه ټوټه کړای شوی دی. د اسلامی خلافت له مینځه تللو نه اوس غواړی چې اسلامي هیوادونه یو په بل پسې ایل کړي او بالآخره د ځمکې د کرې نه یې د تل لپاره نابود کړی، چې هیڅکله به دا کار ونکړای شي، ځکه چې د مسلمانو ځوانانو میندې لا شنډې نه دي. تل دې وي اسلام، مړه دې وي د اسلام قسم خوړلي دښمنان.

















