کابل ټکی کام ۲۹چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د ترکیې د عدلیې وزارت امریکا ته داسې اسناد استولي دي، چې په ناکامه کودتا کې د ګولن لاس لرل ثابتوي.
په ترکیه کې له ناکامې کودتا وروسته ولسمشر رجب طیب اردوغان له امریکا څخه غوښتنه وکړه، تر څو فتح الله ګولن ور وسپاري.
مګر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري یې په غبرګون کې وویل، چې په ناکامه کودتا کې د ګولن د لاس لرلو په تور دې ورته معتبر اسناد وړاندې کړي.
نن د ترکیې لومړي وزیر یلدیریم پارلمان ته په وینا کې وویل:
«د ښاغلي ولسمشر اردوغان د غوښتنې په تعقیب، عدلیې وزارت امریکا ته د ګولن د ورسپارلو په اړه یوه دوسیه استولې ده.»
نوموړي دا ونه ویل، چې په دوسیه کې د ګولن د ورسپارلو رسمي غوښتنلیک دی، او کنه؟
دغه کودتا په نړیواله کچه وغندل شوه، او د ترکیې له حکومت څخه ملاتړ اعلان شو.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د کودتاچیانو مشر ګولن وباله، او ویې ویل چې کودتاچیان ترهګر دي، او واشنګټن یې په دوه مخي سیاست تورن کړ، ځکه چې د ګولن د ورسپارلو لپاره یې څرګند شواهد غوښتي دي.
رجب طیب اردوغان د ګولن پلویانو ته ګواښ وکړ، چې جړرې به یې وباسي.
لویدیځو هېوادونو له ترکیې څخه غوښتي، تر څو د کودتا په تور له نیول شویو کسانو سره ډیموکراتیک اصول مراعت کړي.
ښاغلي رجب طیب اردوغان نن خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، که چېرې پارلمان د اعدام حکم صادر کړي، نو ژر به یې عملي کړي.
فتح الله ګولن په خپله خوښه امریکا ته جلا وطن شوی دی، د ترکیې د حکومت له مخالفینو څخه دی، او د ۱۹۹۰ لسیزې را پدېخوا د امریکا په پنسلوانیا کې اوسیږي.
د یادولو ده، د ترکیې حکومت د ناکامې کودتا په تور ۷۵۴۳ کسان نیولي دي، چې له دې جملې څخه ۶۰۳۸ نظامیان دي.

















