امریکا افغانستان ته نور ۸۰۰ عسکر رالیږي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۶ زرغون خوږیاڼی

 د امریکا متحده ایالتونو پرېکړه کړې، چې افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړې ته د هوايي ځواک لپاره نور ۸۰۰ امریکايي سرتیري راولیږي.

د یادې ډلې مشر جنرال وین ډبلیو جونیور ویلي، چې دا سرتېري د کانزاس په یوه نظامي اډه کې په ښه توګه روزل شوي او د پلیو عملیاتو تر څنګ په هوايي بریدونو کې هم پوره وړتیا لري.

یاد امریکايی جنرال وايي، چې دا سرتيري به ډېر زر افغانستان ته د یو لړ اپاچي الوتکو سره لاړشي او هلته به په بېلا بېلو هوايي عملیاتو کې برخه واخلي.

د هغه په وینا یادو سرتېرو ته د اپاچي الوتکو د کارونې روزنه ورکړل شوې، چې په افغانستان کې تر ټولو اغیزناکې او ګټورې الوتکې دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته ۸۰۰ نور سرتیري په داسې حال کې استوي، چې څه موده وړاندې اوباما په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو جګړه ییز ماموریت ته نور واک هم ورکړ او د امریاکايي قومندانانو په غوښتنه یې د خپلو سرتېرو شمېر لا زیات کړ. اوباما دا هم وویل، چې زما تر واکمنۍ پورې به امريکايي او ناټو پوځيان په افغانستان کې جګړه وکړي.

سیمه اییزو سیاسي مبصرینو د اوباما دا پریکړه په کلکو ټکو غندلې ده او ویلي یې دي، چې  امریکا په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو په وژنه لاس پورې کوي او دې وژنو ته یې بېلا بېل نومونه ورکړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button