د ترکیې پوځ  د جولای په  ۱۵ مه نېټه ناکامه کودتا  کې د کډون کوونکو عسکرو او تجهیزاتو شمېره  اعلان کړه

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۶ زرغون خوږیاڼی

د ترکیې پوځي ځواکونو  د جولای په  ۱۵ مه  په  ناکامه کودتا  کې د کډون کوونکو عسکرو  شمېره  اعلان کړه.

د ترکیې لوی درستیزوالۍ  په کودتا کې د ګډون کوونکو عسکرو او کارول شوو وسلو او مهماتو  شمېره  د رسنیو په وړاندې اعلان کړه.

د لوی درستیزوالۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې  د جولای ۱۵مه نیټه په ترکیه کې ناکامه کودتا د وسله وال پوځ په لیکو کې د ځای پر ځای شوو ۸۶۵۱ تنو ترهګرو لخوا شوې ده.

په خپرپاڼه کې ویل شوي دي، چې په دې کودتا کې  د ۷۴ ټانکونو، ۲۴۶ زغروالو موټرو ، ۳۵ جنګي الوتکو، ۳۷ جنګي چورلکو ، ۳ جنګي بیړیو  او ۳۹۹۲ میلو وسلو نه استفاده شوې ده .

خبر پاڼه زیاتوي، چې په کودتا کې  د ترکیې د وسله والو ځواکونو ۱ عشاریه پنځه سلنه پرسونل فعاله ګډون کړی دی.

په کودتا کې  د ګډون کوونکو څخه  ۱۶۷۶ تنه  سرتیري  او ۱۲۱۴ تنه يي  عسکري زده کوونکي  دي، چې لا له زده کړو څخه فارغ شوي نه وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button