سوریه کې بمباریو او چاودنو تر سلو زیات کسان وژلي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۷ زرغون خوږیاڼي
تېره ورځ د سوریې په حلب ښار کې د امریکايي ایتلاف په بمباریو کې ۳۷ کسان وژل شوي او زیات شمېر نور ټپیان شوي دي.
د الجزیرې خبریال له سېمه نه کتنه کړې او ویلي يې دي، چې په بمباریو کې وژل شوي کسان عام وګړي دي او داعش او نورو وسلوالو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د الجزیر تلویزیون د خبریال د وینا له مخې ددمشق ښار په ریف سیمه کې هم امریکايي ایتلاف بمبار کړی، چې په کې ۸ عام ولسي وګړي وژل شوي دي.
بل لور ته د سوریې په قامشلي کردي سېمه کې د داعش وسله والې ډلې یو بریدګر د چاودېدونکو توکو ډکې لويې لارۍ ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې ۵۳ کسان مړه او تر سلو زیات ژوبل شول.
په خبر کې ویل شوي، چې قامشلي یوه کردي مېشته سیمه ده او وژل شوي کسان ټول ملکیان دي.
داعش وسله والې ډلې ویلي، چې د کردانو په سیمه کې یې ځکه دغه برید وکړ، چې د صلیبي ایتلاف جنګي الوتکې د حلب ښار په شمال کې د منبج په سیمه کې ملکي وګړي بمباروي.
د الجزیره تلویزیون د خبر له مخې ویل شوي، چې په تیره اونۍ کې د سوریې په مختلفو سېمو کې د نښتو، بمباریو او چاودنو له کبله تر ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي، چې اکثره یې عام وګړي دي.



