د جي اس سي اریانا کمپنۍ نوی کابل بانک په ۳۱ ميليون ډالر اخلي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۷ زرغون خوږیاڼی

د جي اس سي اریانا افغاني کمپنۍ کابل بانک د ۳۱ مليون ډالرو په قيمت اخستونکې شوه.

د جي اس سي يا جاينت سټاک اريانا د کمپنۍ نرخ د چهارشنبې په ماسپښين د وزارت ماليه له طرفه اعلان شو.

د افغانستان د مالیې وزارت د دې کمپنۍ د پرانستې پر مهال د چهارشنبې په ورځ وويل، چې د دې کمپنۍ وړاندې شوي اسناد له څلورو مياشتو راهيسې تر ارزونې لاندې وو او اوس له بشپړېدو وروسته د افغانستان بانک ته وسپارل شول.

د دې وزارت د خزانو عمومي ريیس محمد اقا کوهستاني وايي: دا کمپنۍ به ۳۱ ميليون ډالر قيمت د نوي کابل بانک د اخستلو لپاره او ۲۰ ميليون ډالر به د افغانستان بانک ته د ضمانت په توګه ورکوي.

ښاغلي کوهستاني وويل: يادې کمپنۍ دا تعهد وکړ، چې په راروانو پنځو کلونو کې به يو ميليارد سرمایه ګذاري کوي.

هغه زياته کړه: ياده کميټه چې د اقتصاد وزارت، ملي تدارکاتو اداره، د عدليې وزارت او خپله نوی کابل بانک د ماليې وزارت د رهبرۍ لاندې په په ګده سره د بانک د پلورلو بهیر و ارزول شو او اوس دا قيمت او راپور په رسمي توګه مرکزي بانک او باصلاحيته مقاماتو ته لیږل شوی دی.

د نوي کابل بانک خصوصي اعلان د روان کال د مارچ په مياشت کې د وزارت ماليې له طرفه نشر شو،چې وروسته بيا دغې دوه کمپنيو ((مسلم کمرشل بانک پاکستان)) او ((جه، اس، سي آريانا))د نوي کابل بانک په اخیستلو کې دلچسپي وښودله.

د کابل بانک خرڅول په پاکستاني کمپنۍ د افغان ديپلوماتانو غبرګونونه راوپارول، مګر مالیې وزارت وويل، چې پاکستانی بانک ونه توانېدلو، چې شرطونه پوره کړي.

نوی کابل بانک چې د ۲۰۱۰ميلادي کال مخکې د دولت د کنټرول لاندې و د مالي بحران سره مخ شو، ځکه چې د دې بانک سهم لرونکو ترې ۹۰۰ ميليون ډالر په غلا ويستي و.

په اوس وخت کې افغانستان کې پنځلس خصوصي بانکونه فعاليت کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button