سیګار: طالبانو په افغانستان کې ۵ سلنه نور پرمختګ کړی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۸ زرغون خوږیاڼی

د افغانستان د بيارغونې لپاره سيگار يا د څار امريکايي اداره وایي، وسله والو طالبانو تېرو څلورو مياشتو کې د افغانستان ۵ سلنه نوره خاوره هم په خپله ولکه کې راوستې ده او اوسمهال د افغانستان په ۳۵ سلنه خاوره باندې حاکمیت لري.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په وینا ډیری هغه سیمې چې د طالبانو په ولکه کې دي، لرې کلیوالې سیمې دي.

د سيگار له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د امریکايي پوځ د معلوماتو پر اساس څلور مياشتې وړاندې افغان حکومت د افغانستان د خاورې ۷۰،۵  سلنه خاوره په واک کې درلوده، چې اوسمهال دغه سلنه ۶۵،۶ ته را ټيټه شوې ده.

د سیګار په راپور کې ويل شوي، چې طالبان د افغانستان له ۳۵۷ ولسواليو څخه ۱۹ ولسوالۍ په بشپړ ډول په واک کې لري.

راپور په افغانستان کې د امریکايي چارواکو په حواله لکي، چې د طالبانو له خوا د نیول شویو سیمو د ساتنې لپاره قوي اقدامات، له فرصتونو څخه پرځای او پر وخت استفاده او په نیول شویو سیمو کې د استحکاماتو ټینګول د طالبانو د بري او د افغان حکومت د ماتې علتونه دي.

همداراز په راپور کې ویل شوي، چې طالبان د بدخشان، کندوز، بغلان، جوزجان، هلمند په گډون گڼو نورو ولايتونو کې مهمې او ستراتيژيکې سيمې په خپل کنترول کې لري.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري یاد راپور مني خو وايي، چې طالبانو يوازې لرې پرتې سیمې تر خپل واک لاندې راوستي او ستراتيژيکې سيمې نه شي نيولی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button