ملکي تلفات

کابل ټکی کام / لیکنه! د خړي حجرې طالب
ملکیان څوک وژني؟
د دې سوال لنډ او واضح جواب دا کیدای شي چې ملکیان خارجیان او اشغالگر وژني. یا د خارجي اشغالگرو په وسلو او مرمیو سمبال د هغوی گوډاگیان یې وژني.
دا یو واضح حقیقت دی چې اشغالگر د انساني تگ لارې خلاف د جنگ، او بې دفاع افغانانو د وژني لپاره زموژ هیواد ته راغلي، او د دې جگړې لپاره یې د مظلومو افغانانو د وژني په موخه اشر کړی، ډېرې وسلې، مهمات، نظامي توکي، پیسې او د ټول وژنې پیشرفته وسایل یې له ځان سره راوړي او دلته یې هم پخپله او هم د خپلو غلامانو په لاس استعمال کړي، او مظلوم بې گناه او بې دفاع افغانان یې په بې رحمانه شکل وژلي.
دا هر څه ټولو افغانانو د سر په سترگو لیدلي او په دې پیښو کې قرباني شوي. په ودونو، د اخترونو د خوشالۍ په مراسمو، او د فصلونو د راټولو په وخت کې یې په ناتاره ډزو عام وګړي قتل کړي، مګر بد بختانه حقایق او واقعیتونه پټ شوي او یاهم په طالبانو ورتپل شوي. داخبره ځکه موږ په زغرده کوو چې رسنۍ د اشغالگرو تر پوره واک، مطبوعاتي استثمار او استعمار لاندي دي او تل یې هغه څه نشر کړي کوم چې د اشغالگرو د نظامې مطبوعاتو د دفتر له خوا ورته ویل شوي.
رسنیو تل یکطرفه قضاوت کړی او د واقعیت خلاف انعکاس یې خپورکړی.
دا خبره په واقعیت بنا، او هیڅوک ترې سترگي نشي پټولی ځکه هر ځای چې پیښه شوې د پیښې ځای د دوی لخوا محاصره شوی او هلته رسنی ندي پریښودل شوي.
یو بل ډیر ښکاره او واضح دلیل دادی که دښمن هم له خپل خره څخه راکوز شي نو ضرور به یې راسره ومني.
که د وسلو او مهماتو د نوعیت تقابل او د هغوی د مقدار پرتله یو لیونی هم وکړي نو ضرور به ووایې چې ملکیان څوک وژنی؟ او دغه پوښتنه به جواب کړي
طالبان د مجاهدینو د وخت څخه ور پاتې وسلي او مرمۍ چې ډیری یې تروخت تیرې دي او هغه هم دومره کمې دي چې د دښمن د وژلو لپاره هم کفایت نکوي نو ملکیان به څنگه پرې ووژل شي. خو برعکس زموږ دښمن له یوې خوا په غیر انساني او جنگي روحیه تربیه شوی او له بلی خوا اشغالگرو د افغانانو د وژنې او د خپل اشغال د دوام لپاره پریمانه مرمۍ د هغوی په اختیار کې ورکړي. ملي اردو ته د خارجي بادارانو لخوا د غیرانساني او افغان ضد روحیې په ورکولو سره هغوی د خپلو بادارنو د خوشالولو او د خپل جیب د ډکولو لپاره هم په بې دفاع افغانو باندې دومره پریمانه ډزي کوي چې پوچک او تولۍ په کباړیانو وپلوري أن تر دې پوري چې له دې کیسې څخه سم تجارت جوړ شوی او د یو مظلوم افغان مرگ دوی ته د یو پوچک او تولۍ ارزښت هم نلري.
د افعانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوی لپاره یو مقتدر کمیسون لري. خپل مجاهدین له نږدې څاري، جدي مراقبت یې کوي او د پیښې عاملین قضا ته راکشوي او شرعي سزا ورکوي. امارت د ملکیانو د حفاظت په اړه دومره ساعي دی چې په دې ورستیو کې یې د لویو لارو د مسافربري شرکتونو مسئولین راوغوښتل او له هغوی سره یې د مسافرینو د حفاظت په باب غونډه وکړه او په دې باب یې مواد ورته وضع کړل او د تخلف په صورت کې یې د شرعي مجازات ماده ورته واوروله.
دافغانستان اسلامي امارت د افغانانو څخه جوړ، د افغانانو د مال، ځان ناموس او عقیدې ساتونکی دی. د افغانانو د هیلو د پوره کیدو یواځینی مرجع او د هغوی د ناز اخستني غېږ او د ټولو اقشارو، قومونو، او ملیتونو مشترک کور دی.



