د غزني په شلګر ولسوالۍ کې نښتې شوي ۱۳ تنه عسکر او پولیس وژل شوي.

کابل ټکی کام: ۱۳۹۵زمری ۱۱، بصیراحمد پاڅون
پرون سهار په نهو بجو طالبانو د شلګر ولسوالۍ په براهو، دوه لاري، کنصف او نظروالو سیموکې په امنیتي پوستو زوروره جګړه پیل کړه نږدې و چې ټولې پوستې پخپله ولکه کې واخلي خو مرستې ته یې د دفاع وزارت ځانګړي ځواکونه راورسیدل او جګړې شدت واخیست، دې جګړې د شپې تر اتو بجو پورې دوام وکړ.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته په استولي خپرپاڼه کې ویلي چې پدې جګړه کې یې لسګونه طالبان وژلي دي.
خو طالبان یې ادعا دروغجنه بولي او وایي چې دوی هیڅ د سر زیان نلري مګر د اردو دوه ټانګونه یې په بشپړه توګه ویجاړ کړي، ۱۳ تنه ځانګړي ځواکونه یې وژلي او ۲۱ تنه یې ټپیان کړي دي.
په سیمه کې میشت اوسیدونکي هم د جګړې د پخلي تر څنګ ویلي چې د اردو په هاوانونو او ډیسي توپونو یې د ګلو، ادروخیلو، شاهین، خانان، او روستم کلي ویشتلي، پنځه کورونه یې وران او د خلکو لسګونه څاروي یې تلف کړي دي. د ادروخیلو کلي یو تن اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د کوماندو عسکرو ته زیات ځاني زیان اووښتی او غچ یې زمونږ د عامو خلکو نه واخیست خو شکر چې کلیوال تکاویو ته کوز شوي او څوک شهیدان نشول.
په غزني ولایت کې طالبان په یو ستر ځواک بدل شوي چې ډیر ځله دولتي ځواکونو ته د پام وړ تلفات اړوي.
دولتي ځواکونه په ټول هیواد کې له سترو ننګونو سره مخ دي، پرون ماښام د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ ۲۶ تنه عسکر او ۲۹ تنه پولیس وروسته له هغې له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شول چې طالبانو یو شواروز محاصره کړي و.



