کابل: په نارت ګیټ د سرتیرو بریدونو وروستي جزئيات

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۱) زرغون خوږیاڼي
بیګا شپه شاوخوا ۱:۲۵ بجه د کابل نهمې حوزې اړوند د بهرنیو ځواکونو میلمستون باندې سرتیري بریدونه وشول، چې تر سهار ناوخته یې دوام وکړ.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې پړه منلې او کابل ټکی کام ته یې په یوه رالیږل شوي خبر پاڼه کې د برید په اړه وروستی راپور لیکلی.
طالب ویاند لیکلي: د عمري عملیاتو په ځپونکي جریان کې تیره شپه یوه نیمه بجه د اسلامي امارت ۴ تنو قهرمانو مجاهدینو لخوا د کابل ښار ۹ حوزې اړوند دبهرنیو ځواکونو مهم مرکز چې هم میلمستون او هم د هغوی لوجيستکي او استخباراتي ځای وو د کارنده فدايي بریدونو لاندې ونیول شو.
کله چې لومړی له منفجره موادو څخه ډک موټر د مرکز په ورودي دروازه کې منفجر کړل شو، ورسره د یادې امنيتي سیمې کلک کمربند دړې وړې شو، ګڼې ودانۍ، خوب خوني، طعام خانې، وسلتون، د نفتي او خوراکي موادو زیرمتونونه، دعیاشیو او فحاشیو لپاره جوړ تالارونه ټول را پریوتل، چې اکثره میشت بهرنيان پکې لاندې شول.
له لومړي انفجار او تخریب څخه وروسته ۳ تنه فدايي مجاهدین، چې په سپکو او درنو وسلو، اور غورځونکو بمونو، ماشینګڼو او واسکټونو باندې سمبال وو، د میلمستون صحنې ته داخل شول، او په پاتې شونو بهرنیانو، ساتونکي، پالونکو، میلمنو او په اطاق خونو کې په ځينو ژوندي پاتو اشغالګرو يې مخامخ بریدونه ترسره کړل.
ویاند زیاتوي، چې په دوهم پړاو کې په هوټل د ننه کې برید نږدې تر سهار ۵ بجو دوام وکړ، په هوټل کې هيڅوک هم روغ پاتې نشول، ټول میشت کسان یو یو ووژل شول او یا مرګوني ژوبل شول.
مجاهد زیاتوي، چې په دریم پړاو کې دریو واړو فدايي مجاهدینو چې له ورکړل شوي دقیق پلان سره سم يې له دننه څخه خپل کار خلاص کړي وو او څوک يې ژوندي نه وو پريښې، په بهر کې له راتلونکو اشغالګرو، مزدورو عسکرو او پولیسو سره جګړه پيل کړه چې د ۲ ساعتونو په جریان کې يې ګڼ شمير بهرني او کورني عسکر او پولیس مړه او ژوبل کړل چې د امبولانسونو په وسیله د دښمن لخوا انتقالیدل.
همدارنګه ویاند لیکلي، چې د دغو مبارکو عملیاتو په لړ کې ټول د دښمن په سوونو تنه کسان، چې د کره استخباراتي او داخلي معلوماتو په اساس دلته میشت ول، اکثره وژل شوي او یو شمیر يې ټپيا هم دي.
(( په مرکز کې هستوګن تر ۴۰۰ پورې بهرني اتباع چې اکثره امریکایان ول یو هم ژوندی یا روغ نه دی پاتې شوی)).
د ځاني تلفاتو ترڅنګ د مرکز ډيرې ودانۍ یا بالکل نړیدلي او یا نیمه تخریب او له کاره غورځیدلي دي، ګڼ وسايط له منځه تللي او نور هم درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
طالب ویاند د افغان ځواکونو اعترافاتو ته د انکار او پروپاګند نوم ورکوي او وايي، چې یو څوک له دومره دقیقو امنيتي کمربندونو څخه تیریږي او له ټنونو منفجره موادو ډک موټر دومره حساس ځای ته رسولی شي او بیا په مسلح شکل تر ۷ ساعتونو پورې د مرکز په دننه کې آزاد ګرځي، حملې کوي او وخت تیروي، د هغو عملیات بیا د څو محدودو کسانو په وژل کیدا سره پای ته نه رسیږي، په دې خبره باندې ټول دعقل خاوندان پوهیږي.
ویاند وايي: مزدور دښمن د دې لپاره چې خپل خجالت زده حالت کابو کړي، هڅه کوي چې د برید اثرات هيڅ وښيي، تلفات پټ کړي او انکار ترې وکړي، د بهرنیو بادارانو دګټو د تحفظ لپاره د هغو په امر د هغوی له تلفاتو منلو څخه ډډه حتی چورلټ انکار کوي.
ذبیح الله مجاهد د سرتیرو بریدګرو نومونه او هویت هم څرګند کړی دی، چې محمدانبیاء د کندهار پاشمول ولسوالۍ اوسیدونکی، شمس الله د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسیدونکی، عبدالرشید او نعمت الله د زابل ولایت د اټغر ولسوالۍ اوسیدونکي وو.
په پای کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یاد برید امریکایانو ته د پیغام په نوم نوموي، چې اشغالګران، په افغانستان کې د خپل شتون د اوږدیدو خبره کوي؛ افغانان هم دقربانۍ ورکولو او جهادي مبارزې پرمخ بیولو څخه ستړي شوي نه دي او نه يې هم په پلانونو کې کمزورۍ راغلي؛ بلکې برعکس لاپياوړي شوي.
((دغه فدايي مجاهدین صرف د دې لپاره یادو عملیاتو ته راغلي وو، چې دالله تعالی رضا حاصله کړي او د اسلامي امارت د شهید رهبر ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د شهادت انتقام له اشغالګرو څخه واخلي)).




