په نارت ګیټ ګذار ـ امریکایانو ته پیغام دی

قاري خالد

په دې وروستیو کې امریکایانو پرېکړه وکړه چې پر طالبانو به بمبارۍ لا زیاتې، شپني عملیات به سردوباره شروع کړي او دطالبانو دځپلو لپاره به افغانستان ته ۸۰۰ اضافي پوځیان ولېږدوي
دا پوځیان چې تکړه روزل سوي پوځیان به وي دطالبانو پر خلاف به په جګړو کې ونډه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د’سیګار’ ادارې او’لانګ ژورنال’ دطالبانو دزیاتېدونکي واک په اړه وېره ښکاره کړې او زیاتوي؛ دمګړۍ طالبان په ۲۹ ولسوالیو واکمني لري، ۳۴ نورې یې تر جدي ګواښ لاندې دي او په ۲۰۹ ولسوالیو کې یې دحکومت واک ننګولای
دسیګار اداره وایي تېرکال دحکومت له منګولو اضافي پنځه فیصده مځکه هم دطالبانو ولکې ته لوېدلې.

په کابل کې پر’نارت ګیټ هوټل’ دبریالیو عملیاتو لامله، طالبانو امریکایانو ته روڼ پیغام ورکړ
طالبانو امریکایانو ته وښودله چې نه یې زور اوبه سوی، نه یې روحیات بایللي او نه دچا زور ته خم کېږي.
دبرید هدف هوټل یواځې خوراک ځای او پخلنځای نه و، بلکې هدف سوی هوټل دخارجي اتباعو خاص میلمستون وو چې هره ګړۍ به ورکې له دریو سوو تر څلورو سوو خارجي جنرالان، پوځیان او استخباراتي ځري موجود ول، په یاد هوټل کې دخارجي اتباعو دذهني تسکین لپاره دفحشاء او نڅا ځانګړي پروګرامونه په پام کې نېول کېدل او تر ډېره به خارجیان همدلته راتلل.

دا چې طالبان په اسانه کولای سي دخارجیانو هر مرکز او تمځای هدف وګرځوي او په درځنو خارجیان دمرګ کومي ته ولېږدوي، غوره به دا وي چې امریکایان له افغانستانه پښې سپکې کړي، افغانان خپل سرنوشت ټاکلو ته پرېږدي او دلته دپوځیانو درالېږلو پر ځای دپوځیانو په ورټولولو خپله بودیجه صرف کړي
افغانان اوس پوهیدلي چې اشغالګر عسکر ددوی دهوسا ژوند پر وړاندې خنډونه جوړوي او د افغانستان جګړه تر ډېره غځول غواړي، افغانستان دجګړې ډګر ګرځوي او له همدې ډګره غواړي دروسیې او چین سره سیاسي رقابت مخته یوسي.

طالبان چې ددې ملت اصیل بچیان دي هرګز دې ته چمتو ندي چې امریکایان دې د افغان ولس په سرنوشت مستیانې وکړي او دخپلو شومو اهدافو دتحقق لپاره دې د افغانستان خاوره اشغال وساتي ځکه یې توند ردعمل وښود او دخارجي عسکرو مهم مرکز یې هدف وګرځاوه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button