سوریه: جبهة الفتح الشام د حلب ښار کلابندي ماته کړه

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۱) زرغون خوږیاڼی

څو ورځې مخکې د سوریي ځواکونو د داعش له ډلې د حلب ښار مرکزي سیمې ونیولې او داعش يې شاتګ ته مجبور کړ، چې تر اوسه پورې د حلب ښار د سوريي ځواکونو لخوا کلابند شوی و.

د سوریې دیموکرات دولت او جبهة فتح الشام تر منځ د حلب ښار په څنډو کې څو ورځې مسلسل جګړه روانه وه، چې نن د جبهة فتح الشام جنګیاليو د حلب ښار کلابندي ماته کړه او ښار ته یو ځل بیا دننه شول.

د سوريې خبري سرچینو ویلي دي، چې د فتح الشام ۳۵۰۰ جنګیالیو په یوار د سوریې ښار پر جنوبي څنډو حمله وکړه، چې ۲۰ زری پوش ټانګونو کې یې سرتیرو بریدګرو موټر بم بریدونه وکړل او د سوريې وسله پوځ یې شاتګ ته مجبور کړ.

دا د جبهة فتح الشام لومړنی برید و.
د حلب ښار اوسېدونکي د کلابندۍ له وجې د خوړو له کمښت سره مخ وو، چې اوس یې یو ځل بیا نورو ښارونو ته لاره پيدا کړه.

جبهة النصرة چې له تېرو پنځ کلو یې په سوریه کې فعالیت درلود او د القاعدې تنظم پورې نښته ډله وه، تېره اونۍ یې له القاعدې څخه خپل پرېکون اعلان کړ او د جبهة فتح الشام په نامه یې ازاد تنظیم اعلان وکړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button