( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۲) زرغون خوږیانی
په ولسي جرګه کې د میدان وردګ ولایت استازي او د ولایتي شورا غړي وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه ښوونځي د پوځي سنګرونو په توګه کاروي، استازو ویلي، چې دغه کړنه کومه نوې پېښه نه ده، بلکې له کلونو راهیسې دې کار دوام موندلی دی.
په ولسي جرگه کې د ميدان ودرگ د خلکو استازې حميدې وردگ ازادۍ راډيو سره خبرو کې ويلي، چې پوليس د دې ولايت په ځينو ولسواليو کې له ښوونځيو د پوځي مرکزونو په توگه کار اخلي او له وسله والو مخالفينو سره په ښوونځیو جگړه کوي، چې دا کار له زده کړو د سلگونو کوچنيانو د محرومېدو سبب شوی دی.
نوموړې زياته کړه: «دا کومه نوې موضوع نه ده، په سيد اباد، نرخ او جلرېزې کې ډېر غير مسوولې وسله والې ډلې شته، چې له خپل زره په گټه اخيستو هر ډول تاسيسات د جگړو لپاره کاروي او پوځي مرکزونه په کې جوړوي.
د ياد ولايت د ولايتي شورا منشي شريف الله هوتک هم دغه ستونزه تاييد کړې او ويلي یې دي، چې موږ تل له چاراکو سره په دې اړه غږېدلي يو، خو بدبختانه لا هم دا ستونزه روانه ده.
د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې له نورو ولایتونو څخه هم دغه دول خبرونه تر لاسه شوي دي، خو حکومتي چارواکي یې په اړه چوپه خوله دي.
د مارچ پر درويشتمه د ملگرو ملتونو يوه راپور څرگنده کړې وه، چې افغان امنيتي ځواکونه په زیاته توگه د جگړو پر مهال له ښوونځيو گټه اخلي او دوی د وسله والو مخالفينو په پرتله درې واره ډېر په دې کار کې ککړ دي.
دغه راپور څرگنده کړه چې امنيتي ځواکونو تېر کال د جگړې پر مهال په ډېرو مواردو کې د ښوونځو شا ته خپلې وسلې او مهمات لېږدولي دي او بيا يې له دې ښوونځيو د سنگرونو په توگه کار اخيستی دی.
د گارډين امریکايي ورځپاڼې د اپريل په شپاړلسمه په يوه راپور کې معلومه کړې وه، چې د ملي اردو ځواکونه په هلمند کې له ښوونځيو د مورچلو کار اخلي.
همدا راز څه موده مخکې د لوگر قومی مشرانو شکايت کړی و، چې ملي اردو ځواکونه په برکي برک کې يوه ښوونځي کې پوځي قرارگاه جوړه کړې ده او ښوونځي يې د کوچنيانو پر مخ تړلی دی، چې له امله يې سلگونه زده کوونکي له زدهکړو بې برخې شوي دي.


















