ترکیه: په ماین چاودنه کې ۹ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۲) زرغون خوږیاڼی

د تركيې ختيځ لور ته د بينګول ولايت په مربوطاتو كې د کوماندويي پولیسو یو موټر په ماین انفجار شوی، چې په کې ۶ پولیس ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.

ترکيې امنیتي چارواکو ویلي: پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د پوليسو د كوماندو د ځواكونو د سپرلۍ موټر د سرك پر غاړه  په ځاى پر ځاى شوي ماين باندې وخوت.

ويل كيږي چې ماين د ريموټ كنټرول په واسطه چاودول شوى دى.

د ترکیې امنیتي چارواکو د پېښې  پړه د پی کا کا پر وسله والې ډلې اچوي. چارواکي وايي:

د پې كا كا د ترهګرې ډلې  منسوبينو په تركيه كې د كودتا د ناكام تشبث نه وروسته په ګټې اخيستلو سره پر امنيتي ځواكونو باندې بريدونه زيات كړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button