( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۲) زرغون خوږیاڼي
امریکايي خپرونې هافنگټن پوسټ په یوه خپرونه کې ویلي، چې امریکا په لوی لاس د نړۍ د هېوادونو بې ثباته کړي، چې اوس د دغو هېوادونو د بې ثباته کولو بيه پرې کوي.
هافنګټن پوسټ خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي، چې امریکا په تېره یوه پېړۍ کې د فلادلفیا، هندوراس، ګواتیمالا، ایران، هایتي، کانګو، اندونیزیا، ویتنام او افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو او سیاسي تحولاتو کې لاس وهنې کړي دي او یاد هیوادونه یې په لوی لاس بې ثباته کړي، چې اوس یې بیه پرې کوي.
هافنګټن پوسټ د امریکا پر پالیسۍ نیوکې کړي دي او وایي، چې د امریکا استخباراتي ادارو او نورو لوړپوړو چارواکو په تېره یوه لسیزه کې د نورو هېوادونو په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنې کړي او دغه هیوادونه یې په لوی لاس بې ثباتۍ ته بیولي دي.
هافنګټن پوسټ په امريکا کې د روانو ټاکنو په اړه د روسيې له لاسوهنو سر ټکوي.
د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو يو نوماند ډونالډ ټرمب د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال په خپلو ويناو کې بيا بيا داسې څرگندونې وکړې، چې د امريکا له مخالف هېواد روسيې سره د همکارۍ ښکاروندوينه په کې وه. امريکايي چارواکي له همدې امله روسیه په خپلو ټاکنو کې په لاس وهلو تورنوي.
خپرونې ويلي، چې د امريکا استخباراتي ادارې او مشرانو د ايران، وېټنام، اندونيزيا او هايټي هېوادونو د حکومتونو ړنگولو ته اشاره کړې، چې یاد هېوادونه يې په لوی لاس د بې ثباتۍ لور ته کش کړي دي، د امريکا په لاسوهنه له منځه ولاړل او پر ځای يې پوځي او شاهي حکومتونه رامنځته شول.
هافنګټن پوسټ په افغانستان کې د امریکا لاسوهنو ته اشاره کړې ده او وايي، چې امریکا د ۲۰۰۹م کال ټاکني له درغلیو ډکې وبللې او د ټاکنو بهیر یې له ګډوډۍ سره مخامخ کړی و، حال دا چې د ټاکنو پایلې هغه ډول نه وې چې واشنګټن یی غوښتنه کوله.
وروسته امریکا په ۲۰۱۴ کال کې په خپله دغه هڅه کې بریالۍ شوه او د افغانستان د اساسي قانون خلاف یې د اجراییه ریاست په نوم یې یو نوی پوست رامنځته کړ.
خپرونه لیکي: امریکا په افغانستان کې د خپلو ګټو په خاطر حکومت د دوو کسانو ترمنځ نیم پر نیم وویشلو او د اساسي قانون خلاف یې د اجراییه رایاست په نوم یونوی بست وزیږولو.


















