په مارجه او ګرمسیر ولسوالیو کې طالبانو شپږ پوستې او پراخې سیمې نیولي، ۲۵ تنه عسکر اوپولیس وژل شوي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۲) بصیراحمد پاڅون
پرون د ماسپښین په ۲ بجو لشکرګاه ته پر غځیدلی سرک له کیمپ سیمې نه د تریخ ناور تر دوکانونو پورې د اردو او پولیسو په پوستو طالبانو تهاجي بریدونه پیل او ماښام تر اتو بجو یې پنځه واړه پوستې پخپله ولکې کې واخیستې.
طالبان وایي چې ۱۵ تنه عسکر او پولیس یې وژلي او نور په تیښته بریالي شوي دي. طالبانو په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړي چې د یو ټانګ په شمول یې ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې ولجه کړي دي.
همدغه راز یې د ګرمسیر ولسوالۍ سفار بازار ته څیرمه د بصیرخان کلي په پای کې د تیرې شپې په ۱۲ بجو د اردو پر امنیتي پوسته تعرضي برید کړی، چې د درې ساعته جګړې په ترڅ کې یې لس تنه عسکر وژلي او پوسته یې د ګڼ شمیر وسلو او پوځي توکو سره یوځای نیولي ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي دي چې ګرمسیر او مارجې ته یې تازه دم ځواکونه لیږلي، د پرون ورځې او تیرې شپې په جګړو کې یې لسګونه طالبان وژلي دي خو طالبان د ځواک ادعا نه مني او وایي چې طالبان تلفات نلري.
په هلمند ولایت کې د طالبانو پرمختګونه په داسې مهال رامنځ ته کیږي چې د جوزجان او لوګر په ولایتونو کې یې هم یو شمیر امنیتي پوستې پخپل کنترول کې اخیستي دي.
پوځي کار پوهان وایي چې طالبان په اوسني وخت کې باید د خرپ او ترپ جګړو نه کار واخلي دا چې سیمې او ولسوالۍ ونیسي او هلته ځای پرځای شي زیات تلفات به وویني.



