فاریاب: د خواجه سبز پوش ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی

(کابل تکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۲) زرغون خوږیانی

طالبانو تېره شپه د خواجه سبز پوش ولسوالۍ پر مرکز او امنیتي پوستو برید وکړ، چې  امنيه قوماندان سخي داد عثماني له ولسوالۍ څخه د یوې امنیتي پوستې مرستې ته ورتلو، چې په لاره کې یې ټانګ د طالبانو لخوا پر یو ښخ کړای شوي ماین وخوت او ټانګ انفجار یې شو، چې په کې قومندان سخي داد او ټانګ چلوونکي ووژل شول او یو بل پولیس ټپي شو.

د خواجه سبز پوش ولسوال عبد الله معصومي منلې ده، چې قومندان سخي داد، پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو د بريد پر مهال وژل شوی دی.

نوموړي زياته کړې ده: ((امنيه قوماندان غوښتل د يوې امنیتي پوستې د عسکرو مرستې ته ځان ورسوي، چې په لاره کې ښخ شوي بم يې ټانک والوزاوه او دی په کې له يوه پوليس سره ووژل شول)).

بلخوا په فارياب کې سيمه ييز چارواکي وايي چې که ددغه ولايت کوهستان ولسوالۍ کې مېشتو امنيتي ځواکونو ته بېړنۍ مرستې ور و نه رسېږي، دا ولسوالۍ به د وسله والو مخالفينو لاس ته ولوېږي.

د کوهستان ولسوال ميارتقوا ولسوال وايي سره: له دې چې اوس امنيتي ځواکونه کلابند دي، ولايتي چارواکي یې د مرګ  د نندارې په تمه دي او هغوى د انساني غميزې رامنځ ته کېدو مسوول دي، هېڅ مرستندويه ځواک نه رالېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button