هند: د سختو بارانونو له امله یو لوی پل لوېدلی، دوه بسونه تري تم دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۳) زرغون خوږیاڼی

تېره شپه ناوخته د هندوستان په مهارا شترا ایالت کې د سختو ورښتونو په پایله کې د ممبۍ او ګوا ښارونو نښلوونکی پل د سیلابونو له امله نړیدلی، چې دوه بسونه د سیلاب خولې ته غورځیدلي دي.

د  مهاراشترا  ایالت لومړي وزیر دیوندرا فادناویس رسنیو ته ویلي دي: پل په داسې وخت کې غورځيدلی، چې دوه بسونه پرې د تېرېدو په حال کې وه، په بسونو کې ۲۲ کسان سپاره وو، چې د ساویترا سیند ته وغورځیدل.

یاد چارواکي ويلي، چې تر اوسه بسونه تري تم دي او د موندلو لپاره یې د سمندري ځواکونو او الوتکو په توسط پلټنې روانې دي.

د ژغورونکو په یاد ټیم کې ۸۰ کسانو ګډون کړی، چې تر اوسه یې د ۲ کسانو مړي موندلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button