ننګرهار: پولیسو ۱۳۸ بوتله شراب نیولي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۳) زرغون خوږیاڼی
د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ پولیسو خبر ورکړی، چې د سره رود ولسوالۍ د درونټې په سیمه کې د پلټنو پر مهال پر یو عراده ډاډسن ډوله موټر کې ځآی پر ځای شوي ۱۳۸ بوتله شراب نیول شوي.
د یاد موټر ډریور هم نیول شوی دی.
د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر سمنوال حضرت حسین مشرقیوال رسنیو ته ویلي، چې د تېرو څو ورځو د پلټنو پر مهال پولیسو سل کیلو ګرامو څخه زیات چرس او تریاک هم نیولي او په تور یې نیول شوي کسان عدلیي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي.



