د عربي اماراتو الوتکه دوبۍ کې د ناستې پرمهال نسکوره شوې

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۳) زرغون خوږیاڼی

د عربي متحده اماراتو هوایي شرکت یوه الوتکه، چې ۲۷۵ مسافر پکې سپاره وو، د دوبۍ په هوایي ډګر کې د ناستې پرمهال نسکوره شوې ده.

الوتکې د ناستې پر مهال اور اخیستی او لیدل کیږي، چې تور لوګي ترې پورته کیږي.

د دوبۍ حکومتي رسنیو ویلي، په الوتکه کې ټول سپاره کسان روغ رمټ له الوتکې ویستل شوي او تر اوسه د مسافرینو د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

د عربي اماراتو بویینګ ۷۷۷ ډوله الوتکه د هند له ترېواندروم نه دوبۍ ته الوتنه درلوده.

د دوبۍ “فلایټ ټریډر – ۲۴” سایټ ویلي، تر دې پېښې وروسته، د دوبۍ هوایي ډګر ته ټولې بهرنۍ او کورنۍ الوتنې ځنډول شوي دي.

تر اوسه پورې د الوتکې د نسکورېدلو لامل نه دی څرګند شوی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button