ارزګان: په چنارتو ولسوالۍ کې د جګ سرمهمه پوسته طالبانو نیولي ۳ تنه عسکر یې وژلي دي.

کابل ټکی کام چهارشنبه، زمری ۱۳مه، ۱۳۹۵ل: بصیرحمد پاڅون
د جګ سرپوسته چې چنارتو ولسوالۍ د چرمستان سیمه د اردو یو ستر پوځي مرکز ته څیرمه مهمه پوسته وه تیره شپه د طالبانو تر تهاجمي برید لاندې راغلي او نیولي ده.
طالبانو ویلي چې په پوسته کې یې ۳ تنه عسکر وژلي او پریمانه پوځي توکي او وسلې یې غنیمت کړي دي.
د ارزګان ولایت په ګاونډ هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ په بنادر سیمه کې له یوې سترې او مهمې قرارګاه څخه د شپې په تیاره کې ټول عسکر د ولسوالۍ مرکز ته تښتیدلي او ټول پوځي مهمات یې پر ځای پریښي دي.
په سیمه کې اوسیدونکي خلک وایي چې د دې سترې قرار ګاه په خوشي کولو د اردو عسکرو په لوی لاس طالبانو ته پراخې سیمې په واک کې ورکړې.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي چې ګرمسیر ولسوالۍ ته یې اته سوه تنه تازه دم سرتیري استولي او په درنه جګړه کې ښکیل دی.
طالبانو نن غرمه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په ګرمسیر کې یې دولتي مرستندویه ځواکونه محاصره کړي یا به تسلیمیږي او کنه وژل کیږي به، په هلمند کې د طالبانو والي وایي چې پولیس او عسکر که تسلیم شي سر به یې په امن وي او دورولۍ غیږې مو ورته خلاصې دي.
په ارزګان کې د چنارتو، په کندهار کې د میوند او شاولي کوټ او په هلمند کې د نادعلي او ګرمسیر جوزجان له آقچې او قوشتیپې ولسوالیو څخه لسګونه زره کورنۍ د جګړو له امله بیځایه شوي چې دولت یې تر اوسه هیڅ همدردي نه ده کړي.
که ملګري ملتونه د بیځایه شویو کورنیو سره پخپل لاس مرستې ته راونه دانګي یو لوی بشري ناورین به رامنځ ته شي.



