هلمند: نادعلي کې ۲۴ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده(ضد و نقیض راپور)

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۳) زرغون خوږیاڼی
بیګا ماښام شاوخوا ۸ بجې د نادعلي ولسوالۍ اړوند د لوی باغ په ماموریت او د چانجیر په امنیتي پوسته د طالبانو لخوا وسله وال برید تر سره شو، چې په کې سپکې او درنې وسلې وکارول شوې.
طالبانو ویلي، چې له لږ مقاومت وروسته یې ماموریت او پوسته په ټولیزه توګه نیولي او ۱۲ عسکر یې په کې وژلي او نور په ټپي حالت کې تښتيدلي.
طالبانو ویلي، چې د ۴ عسکرو مړي د جګړې په میدان کې پاتې دي.
طالبانو ویاند ویلي، چې د چا انجیر بازار په سیمه کې د راغلې قوې سره هم جګړه شوې او تر اوسه دوام لري، طالبانو ادعا کړې چې د راغلې قوې ۶ شوبلې یې ویشتلي او ۱۴ عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخوا د هلمند ولایت چارواکو د ۲۶ طالبانو د وژلو او د ۱۳ نورو د ټپي کولو خبر ورکوي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته ویلي، چې افغان هوايي قواو د نادعلي ولسوالۍ په سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي، چې ۱۵ وسله وال طالبان په کې ووژل شول.
ځواک ویلي، چې د چا انجیر په سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلي او په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي، چې تر اوسه یې ۱۱ وسله وال وژلي او ۱۳ نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې هلمند ولايت چارواکو منلې، چې دا مهال د هلمند ۹۰سلنه ځمکه د طالبانو په واک کې ده او حکومت يوازي د دې ولايت پر ۱۰ سلنه خاوره حاکميت لري.
په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازی هاشم الکوزي ويلي، چې د دې ولايت ۵ ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په واک کې دي او ۷ نوري ولسوالۍ د طالبانو له لوري کلابندې او تر جدي ګواښ لاندې دي.



