کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۱۴ عبدالهادی همت
د افغان مهاجرینو د ستونزودحل کمیټۍ نن د پاکستان دخیبرپختونخواد پښیورپه ښارکې یوه مطبوعاتي کانفرانس درلود دوی له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې :
- افغان مهاجرین باید په تنګ نه کړل شي
- اوهغه کاروټونه چې دوی ته ورکړل شوي دي هغه دي د طورخم په پوله داعتباروړ وګرځول شي
- داچې په هیوادکې امنیت نشته مهاجرین دي نه مجبوریږي چې وطن ته ولاړشي
- کارتونه دي مهاجرینوته تمدید شي
- هغه افغان بندیان چې په دې ورستیوکې د بولیسولخوا نیول شوي دي فورا دی خلاص شی اودا عمل دی نه تکراریږي
- پاکستاني چارواکي اوپولیس دی له افغانانوسره له ناوړه چلندڅخه لاس واخلي
- د افغانستان دکډوالوچارووزیرچې تراوسه کوم سفرونه پاکستان ته کړي دي اوله مهاجرینوسره يې کومي ژمني کړې هیڅ عملي بڼه نلري او تشي وعدې دي
په دغه مطبوعاتي غونډه قاري محمودشاه ، قومندان ارسلاخروټی، انجینرحبیب الرحمن حکمتیار، ایوب ملاخیل،مولوي صاحب زړور،حاجي حیات الله ، قومندان شهزاده اوسیدعبدالله پاچا ګډون درلود دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې افعان تاجرانوسره دي همکاري وشي اودمساجدو امامان اومحصلین دي نه زورلول کیږي
دغونډي برخوالوويلي دپورته غوښتنوپه اړه به له پاکستاني سیاسي او مذهبي تنظیمونودهمکارۍ غوښتنه وکړي
















