( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۴) زرغون خوږیاڼی
په ننګرهار ولایت کې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د جنګ جنګړو له کبله بې ځایه شوو کورنیو سره به تر سروې وروسته مرستې ترسره شي.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي د کډوالو چارو ادارې ته لارښوونه کړې ده، چې ژر تر ژره د خوږیاڼو د وزیرو او نورو سیمو بې ځایه شویو کورنیو سروې ترسره او ورسره بېړنۍ اساسي مرستې وکړي.
د خوږیاڼو ولسوالۍ قومي مشرانو د ددغه ولایت د نورو ولسوالیو تر څنګ د خوږیاڼو ولسوالۍ په ځانګړي ډول د وزیرو د سیمې له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کډوالو چارو رئیس غلام حیدرفقیرزي وویل: مونږ له مخکې څخه هڅه پيل کړې ده، چې خوږیاڼو وزیرو سیمې د بې ځایه شوو کورنیو سره مرستې ترسره کړو، خو د کره شمېرې د نه معلومیدو د ستونزې له امله مو لا هم سروې نیمګړې پاتې ده.
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د کډوالو چارو رئیس ته لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره یو با صلاحیته کمیټه خوږیاڼو ولسوالۍ ته د کره سروې ترسره کولو په موخه واستوي.
هغه د قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه، چې د سروې په ترسره کولو کې د کډوالو چارو ادارې سره مرسته وکړي،ترڅو ژر تر ژره ورته مرستې ورسوي .
د یادونې وړ ده، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ د طالبانو د اثر او رسوخ څخه ډکه ده، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د وزیرو په سرحدي پوسته بریدونه تر سره کړل، چې په پایله کې د حکومتي عسکرو او طالبانو تر څنګ ملکي وګړو ته زیاته مرګ ژوبله واوښته او یو شمېر کورنۍ د جلال اباد ښار او یا هم د چمتلې ښارګوټي په لوري لاړلې.
















