په ترکيه کې يوې محکمې د ګولن د نيولو امر کړی

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۵ ) الماس خدرخېل

د ترکیې یوې محکمې د فتح الله ګولن د نیولو امر کړی دی.

فتح الله ګولن، چې د امريکا په پنسلوانيا ايالت کې ژوند کوي، د ترکيې حکومت يې د ناکامې کودتا اصلي طراح بولي، خو نوموړی، دا تورونه ردوي.

ترکي چارواکو، د امريکا نه بار،بار غوښتي، چې فتح الله ګولن دې په رسمي ډول ترکیې ته وسپاري، خو امريکا وايي، ترکيه دې په ناکامې کودتا کې، د ګولن لاس لرلو پوره شواهد وړاندې کړي.

ترکي چارواکو ویلي، که فتح الله ګولن ور ونه سپارل شي د امریکا او ترکیې تر منځ اړیکې به ترینګلې شي.

ویل کیږي، چې د ترکیې په ناکامه کودتا کې لږ تر لږه ۲۷۰ کسان وژل شوي دي.

د ترکيې حکومت د ناکامې کودتا وروسته، د حکومتي او تعليمي ادارو، ځينې کارکوونکي له دندو لرې کړي.

همدارنګه د ډېرو کسانو سفرونه يې لغوه کړل او په پوځ کې يې بدلونونه راوستل.

د ترکيې ولسمشر طيب اردوغان، له ګولن سره په تړاو لرونکو سوداګرو هم د بنديز غوښتنه وکړه، ده وويل، مونږ هوډ لرو؛ ترڅو د ګولن سره سوداګريزې اړيکې، دده ټول فعاليتونه ودروو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button