
میدان وردګ: د اردو او پولیسو تر منځ نښته شوې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۵) زرغون خوږیاڼي
د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ اب بند سیمه کې د ملي اردو او ملي پولیسو تر منځ نښته شوې.
ویل کیږي ، چې په دې خپلمنځي نښته کې یو عسکر وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي.
دا نه ده جوته شوې چې یاد وژل شوي او ټپيان عسکر د اردو دي او که د پولیسو.
ځايي رسنیو خبر ورکړی، چې په دې نښته کې د بهسود ولسوالۍ امنیه قومندان محمد محسن وحدت سخت ټپي شوی دی، چې اوس د کابل یو روغتون ته وړل شوی دی.
د یادې نښتې علت تر اوسه نامعلوم دی، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
دا نښته په داسې کې شوې ده، چې امنیتي چارواکو په وار وار سره د ملي پولیسو او ملي اردو تر منځ د نه همغګۍ راپورونه ورکول کيږي.



