
کابل: د اباسين مارکيټ اورلږېدنې پېښه کې ۲۵۰ ميليون ډالره زيان رسېدلی
( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۵) الماس خدرخېل
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو چارواکو ويلي، چې د اباسين ځدران مارکيټ د سوځېدنې له امله شاوخوا دوه نيم سوه ميليونه ډالره زيان اوښتی.
ددې وزارت مرستيال خان جان الکوزي رسنيو ته ويلي، چې په دغه مارکيټ کې شاوخوا يونیم زر دکانونه و، چې په له منځه تللو سره يې ۲۵۰۰ کسان، چې په دې دکانونو کې يې کار کاوه بې کاره شول.
الکوزي زياته کړه، دغې مارکیټ دوه نيم سوه ميلونه ډالر ارزښت درلود، چې ټول مارکيټ او شمتمني له منځه تللي دي، الکوزی وايي، دا د افغانستان لویه سرمايه وه او يو اقتصادي حرکت يې پرمخ روان کړی و، چې د دې مارکيټ په سوځېدلو سره دغه حرکت ټکنی شو. دوی دولت پړ وبللو چې د چټکو مرستو سیستم يې د نيشت برابر دی.
دی وايي، که د اطفايې څانګه منظمه وای نو کیدای شي، چې په دغه پېښه کې د زيان اندازه کمه شوې وای، ده وويل په دغه ډول پېښو کې د افغانستان دولت له سوداګرو سره هيڅ ډول مرسته نه کوي، ځکه چې په هېواد کې د بيمې سيسټم په سمه توګه فعال نه دی او چې له هرې دغه شان پيښو وروسته افغان سوداګرو له دولته د زيانونو د بدلې غوښتنه کړې، نو دولتي چارواکو ورته منفي ځواب ويلی.
افغان سوداګر وايي چې د دوی ستونزې بايد بين المللي سوداګريزې ټولنې په پام کې ونيسي؛ ترڅو په راتلونکي کې د داسې پيښو د زيانونو کچه راکمه شي او يا ورته د زيان بدله ورکړل شي.



