په کابل کې څلورډوله مخونه

لیک میوند

څه موده د مخه په هیواد کې ځینو مطبوعاتو وليکل، چې پر هېواد بهرنيو مطبوعاتو يرغل کړی دى.

همدا جمله تردې د مخه  یواځې هرات ولايت ته ياد شوې وه، چې د وخت په تېرېدو سره د مطبوعاتو او په کابل کې د بهرنيو هېوا دونو په ډالرو چلېدونکې ژرندې

(تلويزيوني چينلونو) هم د بهرنيو مطبوعاتو پر يرغل د ړندو سياستوالو سره مرکې پېل کړې.

افغانستان باندې چې په هر اړخيزه توگه د امريکا او ورسره لنډغرو هېوادونو پوځي يرغل کړى دى، تلويزيوني مرکو کې به دې تش په نامه د سياسي چارو کارپوهانو ويل، چې افغانستان دا وخت د بهرني کلتور د گواښ سره مخ دى.

اوس چې هغه د گواښ خبره له شرمه نه شي کولى د ځوان نسل پر فرهنگ يې خولې د موچي په رينه گنډل شوي دي؛ خو که بهرنۍ رسنۍ پرې څه وليکل بيا به پرې دوى هم شخوند ووهي.

د کابل په تلويزيوني چينلونو کې، چې د افغان ځوان نسل د بې لاريو په موخه جوړ شوي دي له خولې داسې ناپړیتي راباسي چې شرم هم ترې شرمېږي وايي:

افغانستان د امريکا، انگلستان او نورو غربي هېوادونو سره فرهنگي موافقې کړي دي!

په ډیرې سپین سترګۍ سره بیاوایي: دا فلمونه او سريالونه د ځوان نسل اړتيا ده!.

مونږ دا منو چې افغانستان په هر اړخیز ډول خپلو او پرديو، دوستانو او دښمنانو لوټ کړى دى، د فرهنگي ودې لپاره مو خپله کار نه دی کړی، خو دومره هم نه چې د نورو گاونډيو ترڅنگ دې انگريزي او هندي بربنډ کلتوري يرغل ته جواز ورکړل شي.

په ۱۹۶۵میلادي کال د اپریل په ۱۹مه د یوې غونډې وروسته د فرهنګې پراختیا موافقه کړې ده، خو د یو بل کلتور به درناوی لري.

دا موافقه د انگلستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال (لارد ولستن) او د افغانستان د معارف وزارت مرستيال (ډاکټر محمد اکرم) ترمنځ لاسليک شوې ده، چې د معارف د ودې ترڅنگ به د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري ودې ته هم توجه ورکړل شي.

د موافقې په متن کې د فرهنگي هنري اشخاصو سفرونه، لرغوني اثارو ليدنې، سکالرشيپونه شامل و؛ خو په لندن کې افغان سفير عبدالله ملکيار دا ورسره وليکل چې : (به شرط که عقايد اسلامى و کلتور افغانى ما متضرر نسازند موافق هستم).

اوس په کابل کې بهرني کلتور دومره يرغل کړى دى، چې هر ځوان ته وگورې څټ به يې انگريزي، بريتونه به يې ايراني، ږيره به يې فرانسوي او د سر پاس برخه  به

يې امريکايي جوړه کړې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button