جبار قهرمان: په هلمند کې په تیرو څلورو ورځو کې څلورسوه تنه عسکر وژل شوي، د قول اردو قوماندان دې محاکمه شي.

کابل ټکی کام: ۱۳۹۵ل، زمری ۱۵مه، بصیراحمد پاڅون
د کمونست رژیم د ملیشو قوماندان او په هلمند کې اپراتیفي قوماندان عبدالجبار نن یو ې انځوریزې رسنۍ ته وویل چې پدې نږدو څو ورځو کې  په هلمند کې ۴۰۰ تنه عسکر او پولیس وژل شوي او طالبان د هلمند ولایت مرکز ته دومره نږدې شوي دي چې د ولایت مقام له بام نه لیدل کیږي که یو تعرض یې وکړو نو د لښکرګاه ښار ته رسیږي.
قهرمان وایي چې په هلمند کې د قول اردو قوماندان باید محاکمه شي او ترې وپوښتل شي چې څنګه په څلورو ورځو کې ۴۰۰ تنه عسکر وژل کیږي؟

پرون د هلمند ولایتي شوری رئیس کریم اتل هم ویلي و چې په تیرو پنځو ورځو کې ۵۸۳ تنه عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي دي.
په هلمند کې د والي ویاند عمر ځواک وایي چې دولتي عسکرو نن د چانجیر په سیمه کې پرمخ تللي دي او د ګوډ ملا آغا ولي په ګډون یې ۱۵۳ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولي ده چې له دې جملې نه یې ۹۳ تنه وژل شوي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دکابل ټکي کام خبریال سره د خبرو په مهال د عمر ځواک ادعا رد کړي او ویلي یې دي چې نن طالبان له چانجیر نه تیر او د بولان په سیمه کې یې د جګړې کرښه جوړه کړي ده چې دا سیمه د ولایت مرکز ته ډیره نږدې ده
ښاغلي احمدي د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه وویل چې طالبان په نن او پرون کې هیڅ تلفات نلري خو درې ورځې وړاندې د بمبار له امله ۸ تنه طالبان شهیدان او لس تنه ټپیان شوي و.
په هلمند ولایت کې دولتي ځواکونو دطالبانو په وړاندې د مقاومت تاب له لاسه ورکړی دی. یو تن عسکر نن یوې انځوریزې رسنۍ ته وویل چې زمونږ وسلې له کاره لویدلي او طالبانو سره ښې وسلې او مهمات شته چې زمونږ په مقابل کې ترینه کار اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button