ټیپو سلطان (شهید ) دولسمه برخه

په تیر پسې….

«مګر، نګو….. ګوره …..زه ….. زه یوه معمولي کنیزه ……» خاص کنیزي  غوښتل څه ووایي خو نګو خبرې ته پرې نه ښوده.

« یوه خبره  واوره ،»  هغه په ترخه ژبه ورته وویل «  که چیرې زه همدا اوس د ملکې مور  سره و نه وینم  او سهار هغې ته کوم زیان ورسیږي نو زه به د قاضي په عدالت کې  په څرګنده توګه ووایم  چې د دې ټولې پیښې مسؤلیت  ستا په سر دی. ځکه چې تا زه د ملکې مور سره لیدلو ته پرې نه ښودم .»

د نګو دا حربه  بریالۍ  شوه، کنیزه سمدلاسه د ملکې خونې ته ورغله، د هغې د تللو وروسته نګو په نورو فکرونو کې ډوبه شوه، ځکه  قلعدار  هغې ته خبر ورکړی وو چې نګو یې له منځه وړې ده، اوس نو چې خاص کنیزه هغې ته ووایي  چې نګو غواړي ورسره وویني نو ملکه مور به پرې  څنګه  باور وکړي؟

نګو په همدې کشمکش کې  اخته وه چې  خاص کنیزه بیرته راستنه شوه، په دې وخت کې د نګو زړه  په سینه کې درزیږي.

«نګو دا خو ډیره عجیبه خبره  وشوه،  ملکې مور  خو ته  په  مړو کې شمیرلې یې، کله مې چې ورته وویل چې پخپله نګو  زه  تاته را استولې یم  نو هغې  ته  دا خبره  د منلو وړ نه وه،  ما ته ووایه چې دا ستا د مړینې داستان  څنګه او ولې را مینځته شوی و .»

«زما خورې!»  نګو هغه ته  په غاښ  چیچونې توګه وویل : « زه به  درته  ټوله قصه وکړم، خو تر هر څه لمړۍ راته  دا ووایه چې ملکې مور  تاته  زما سره  د کتلو په اړه څه وویل.

هۍ نګو! ملکه مور  خو په ډیر  تلوار سره ستا سره د کتلو  منتظره ده . داسې  بریښي  چې هغه ستا په ژوندي پاته کیدو باندي ډیره  خوشحاله  ده .»  خاص کنیزې نګو ته دا خبرې په ډیره خوشحالۍ سره وکړي، بیا یی هغه د لاسه و نیوله او د ملکي مور  حضور ته یی  ور وسته.

هغې نګو  هلته په دروازه کې پریښوده، پخپله  دننه ولاړه  او د لږ ځنډ وروسته بیرته راستنه شوه او نګو ته  یې وویل چې « ورشه،  درنه  ملکه  ستا منتظره  ده . »

نګو په یوه منډه  د خوب  هغې  خوني ته ور ننوته  چې  یو وخت  یې پرته له اجازې  هلته تګ راتګ کاوه . مخامخ په یو ستر چپرکټ باندې ناستې  ملکې  خپلې سترګې  مخښلې  او نګو ته یې کتل.

«هۍ نګو!  ته ژوندۍ یې؟…. د خداې شکر دې، ماته هرڅه ډاګیزه شويدي، ماته  معلومه ده چې  دښمنانو په تا باندي د درواغو  الزام  لګولی وو.»

نګو په فرش  باندې کیناسته، د ملکي مور پښې یې و نیولې، ددې سره سم یې د سترګو څخه اوښکې  روانې شوې، فاطمه  بیګم د نګو په سر باندي لاس  را ښکود او تسلي یې ورکړه.

نګو!  اوس راته ووایه چې په تا باندې څه تیرشول  او ستا ژوند  څنګه دی؟

نګو په  داسې حال کی چې خپلې اوښکې یې  وچولې  ځواب ورکړ: « ملکي مورې! اوس دا وخت د دي خبرو ندی، زه خو تاته  د دې خبر درکولو لپاره راغلې یم  چې  قلعدار او شامیاني ستا د نیولو اوبندي کولو او په  خوله مې دې خاورې وي، د سلطان معظم د وژلو سازش کړیدی، ماته دا ډاګیزه نده چې په دې سازش کې به نور  څوک  څوک  ورګډ وي، په هر حال  تاسو چې د خپلو ځانو د خوندي ساتلو لپاره  هره  لاره  خپلولی شئ هغه خپله کړئ .»

فاطمه بیګمه  ډیره  اندیښمنه شوه، هغې  وپوښتل چې: « نګو! لږ تر لږه دومره خو ووایه چې تاته دا خبرې چا وکړې او څنګه درته  معلومه شوې  او د دې لپاره به ثبوت  څه  وي؟

«ملکې مورې! » نګو په ډیره  عمژنه  توګه وویل: « زه  اوس تاته کوم ثبوت  نشم وړاندې کولی، خو ما دا خبرې په خپلو غوږونو واوریدې. تاته  به دا څرګنده  نه وي چې  قلعدار  ما د خپلې  وینځې په څیر په خپله حویلۍ کې ساتي، هغه په دې هم بسنه نده کړې بلکه   ما د خپلو دوستانو په خدمت کې او د هغوی د خوشحالولو لپاره د هغوی سره  په  یو ځای کیدو هم مجبوروي، نن  هغوی دواړو د حد نه زیات  شراب  و څښل  او ……»

«د دواړو څخه  ستا څوک  مقصد دي، نګو! ، دا بل  څوک  دې؟  ملکي مور د هغې خبرې پرې کړې او ترې  ویې وپوښتل:

نګو ځان سمبال کړ او په ډیره څرګنده توګه یې ځواب ورکړ.« ملکې مورې! قلعدار  ډیر زیات دوستان لري چې  هلته تګ  راتګ کوي  خو ستر شامیان د هغه  تر ټولو نژدې ملګری دی، هغه  ډیر وخت  شپې شپې  هلته د قلعدار سره  په حویلۍ کې پاته کیږي. همدا اوس هم هغه او قلعدار  دواړه په شرابو کې مست او خمار  پراته دي، ما د هغوې  د غفلت نه په ګټې اخستو سره  لاره  پیدا کړه او دلته ستا حضور ته راغلم .»

«ډیره ښه! اوس ته په ډاډمنه توګه همدلته له ما سره اوسه. زه به د هغوی بدبختانو  انتظام  هم وکړم .»  د دې خبرې په ویلو سره  فاطمه  بیګم  پورته شوه.

نه  ملکې مورې! داسې غوسه  هم  مه کوه. » نګو  خپل  لاسونه  جوړ کړل او د ملکې مور تر مخه و دریدله.  « د دې ځای په هیڅ  کس باندې  باور  ونکړې»

فاطمې بیګم  هغې  ته په مینه  وکتل  او ورته یې وویل: « داسي څه خبره  نشته، زه به د خپل ځان د خوندی ساتلو لپاره څه  انتظام  وکړم.

نور بیا ……….

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button